1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
اقتصادپاکستان

په پېښور کې د افغانانو د رستورانتونو بازار سوړ شوی

۱۴۰۲ آبان ۹, سه‌شنبه

په پاکستان کې د افغان کډوالو نامعلوم وضعيت په پېښور کې د افغانانو پر رستورانتونو هم اغېز کړی دی. په پیښور کې د رستورانتونو مالکين وايي چې د پاکستان تازه پریکړې د دوی کاروبار سخت اغیزمن کړی او خپل مصارف هم نشي پوره کولی.

[No title]
انځور: S.S./DW

د افغان کډوالو په هکله د پاکستان د حکومت تازه پریکړې چې غواړي له مخې یې د روانې نومبر میاشتې تر لومړۍ نیټې ناقانونه افغان کډوال له دې هیواده وباسي، نه یوازې د نورو افغانانو بلکې په پاکستان کې پر افغان کاروباریانو هم منفي اغیز کړی دی. په پاکستان کې میشت یو شمیر افغان کډوال چې د هوټلونو په برخه کې فعالیت کوي، وايي چې د پاکستان د حکومت تازه پریکړې یې کاروبار سخت اغیزمن کړی دی.

په پیښور ښار کې د یو شمیر افغان هوټلونو څښتن وایي چې له کله نه چې د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې افغان کډوال له خپل هېواد څخه وباسي، کاروبارونه یې خراب شوي او ډېر کم خلک یې هوټلونو ته ډوډۍ خوړلو ته ورځي، چې د دوی ورځنی مصرف هم نه پوره کوي.

د دوی په خبره، د برېښنا او ګاز بېلونو ترڅنګ لوړه کرایه او هغه توکي چې دوی یې کاروي ورځ تربلې یې بیې لوړېږي او هره میاشت پکې اضافه والی راځي. د پېښور اړوند په کارخانو سیمه کې د بابا ولي هوټل مسوول محمد اسحاق وایي: «مخکې یې کاروبار ډېر ښه و، چې له دوی سره شته کارمندانو به ډوډۍ خوړونکو ته رسېده ګي نشوه کولای؛ خو د افغان کډوالو د ویستلو په غږ سره یې د هوټل هغه پخوانۍ مزه نشته او ځېنې کارکوونکي یې هم بېرته افغانستان ته تللي دي.»

په پیښور ښار کې د یو شمیر افغان هوټلونو څښتن وایي چې له کله نه چې د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې افغان کډوال له خپل هېواد څخه وباسي، کاروبارونه یې خراب شوي انځور: S.S./DW

محمد اسحاق له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «ورځ تربلې مو ګاک کمزوری کېږي، بېخي لږ خلک د ډوډۍ خوړلو ته راځي، مخکې به ډېر خلک ډوډۍ خوړلو ته راتلل، چې زموږ شاګردانو به ورته رسېده ګي نشوه کولای. کوم افغان شاګردانو چې به موږ سره کارکاوه هغوی تللي، ځکه هغوی ته به موږ د ورځې ۱۰۰۰ او ځېنو ته به مو ۸۰۰ روپۍ ورکولې. د دې ځای اوسېدونکي ۱۵۰۰ او ۲ زره روپۍ غواړي، چې کار راسره وکړي، خپله حساب کوه نو.»

د بابا ولي په نامه د دغه هوټل څښتن په پاکستان کې د بیو له لوړوالي هم شکایت کوي او زیاتوي: »هرڅه یو په درې شوي، په همدې اکتوبر میاشت کې زما د دوکان د برق بېل، چې نه پکې پکې چالان دي نه پکې ایسي شته او نه کولر یولک اووه شپېته زره روپۍ راغلی همداسې د کېبل بیل چې هېڅ ټلوېزیون نه چالانوو هم بېل یې راځي.»

محمد اسحاق زياته کړه: «په پاکستان کې چې کوم زیاتی له دوی سره شروع دی د غږ اورېدو یې څوک نشته او که  کومې ادارې ته د قانوني کار لپاره هم ورشي ورته وایي، ته افغانی یې او د افغاني لپاره قانون نشته دی.» د نوموړي په خبره «که ور نه شي ترې د جرمانې په نوم پیسې هم اخیستل کېږي او زندان ته وړل کېږي، چې له سختو الفاظو وروسته ورته ویل کېږي وطن مو معلوم دی خپل وطن ته لاړ شئ.»

محمد اسحاق په خپلو خبرو کې دویچه ویله ته همدا راز زیاته کړه: «افغانانو دلته سرمایه ګذاري کړې او خپل کار اوس په نیمه کې پرېښودی هم نه شي او هغه مسافر چې مخکې به په هوټل کې شپې ته پاتې کېدل دوه اوونۍ کېږي هېڅ مسافر شپه نه کوي.»

ننګرهار کې له پاکستانه راستنیدونکو کډوالو ته پنډغالی جوړیږي

03:51

This browser does not support the video element.

نوموړی وایي: «که کومې ادارې ته د قانوني کار لپاره ورشم راته وایي، ته افغانی یې د افغاني لپاره موږ قانون نه لرو، جرمانه کوي مو، په یوه بهانه او بله بهانه پیسې رانه اخلي که ورنه شو زندان ته مو وړي لکه زه چې یو غټ مجرم یم، د دې ترڅنګ دلته زه د هوټل د ځمکې مالک ته کرایه ورکوم. د بېل، بېل اطاق د میاشتې ۱۷ زره روپۍ ورکوم؛ خو دوه اوونۍ کېږي، چې هېڅوک د شپې لپاره اطاق نه نیسي، بېګاه شپه مې دوه نفره پیدا کړل، یوه ته مې اطاق په زر روپۍ ورکړ، بل ته په اته سوه، چې په څو روپو ورسره جوړ شو، مخکې ماسره اوه شپېته اطاقونه و، ډېر افغانان به راتلل دلته به یې شپه کوله، ډوډۍ به یې خوړله زموږ به هم کار جوړ و او څه ستونزه به نه وه، هغه اطاقونه مې ټول بېرته خوشې کړل اوس یوازې د مسافرو لپاره دوه اطاقه لرم او هغې ته هم څوک د شپې لپاره نه راځي.»

د کارخانو پاټک ترڅنګ یو بل افغان رستورانت چې لعل بهادر نومېږي او د غوښې کړایانې پکې پخېږي، د ځايي خلکو ترمنځ یې مینوال ډیر وو. د دغه هوټل مسوول رئیس خان لوګری وایي، چې د افغان کډوالو په ویستلو سره یې کاروبار ورځ تر بلې پیکه کېږي او په وینایې مخکې به یې د ورځې تر ۱۰۰ کیلو پورته غوښه خرڅوله خو اوس دغه اندازه ۳۰ کیلو ته راکښته شوې او نه پوهېږي، چې څه به کېږي.»

لوګري د هوټل د کاروبار په هکله دویچه ویله ته وویل: «د افغانانو د ویستلو خبره چې شوې زموږ کاروبار بیخي خراب شوی او هرڅه په ټپه ولاړ دی. له موږ سره چې کوم استادان و ځېنې تللي افغانستان ته او شاګردان مو څه اوښتي او څه پولیسو نیولي دي. د دې ځای کارېګر له موږ ډېرې پیسې غواړي، د برېښنا بېلونه لوړ راځي، زموږ د هوټلونو د کاروبار ترڅنګ ټول کاروبارونه د خلکو ورځ تر بلې خرابېږي. له پاکستان حکومت نه موږ غوښتنه کوو، چې له افغان کډوالو سره دې سم چلند وکړي ترڅو د خلکو کاروبارونه ښه شي.»

د پیښور ښار په بله څنډه کې په شعبه بازار کې د افغان خېبر هوټل څښتن جهانزیب خان هم له ورته ستونزې سر ټکوي او وایي چې اوس وخت دومره نه شي کولای، چې خپل ورځني مصارف پوره کړي. هغه زیاتوي، چې دلته ورسره زیات افغان شاګردان او استادان په کار مصروف و او چې پاکستان حکومت یې د ویستلو امر وکړ زیات استادان او شاګردان یې بېرته افغانستان ته تللي.

افغان کډوال رسول خان چې ډوډۍ پخوي، د پېښور په رینګ روډ سیمه کې اوسېږي. هغه هم د ګڼو افغانانو په څیر د پاکستاني پولیسو له وروستي چلنده سر ټکوي او وایي چې دلته یې د کور مالک اخطار ورکړی، چې ژر تر دې ورته کور خالي کړي او بل ځای کې دې ځانته غم وکړي.

د پیښور ښار په بله څنډه کې په شعبه بازار کې د افغان خېبر هوټل څښتن جهانزیب خان هم له ورته ستونزې سر ټکوي او وایي چې اوس وخت دومره نه شي کولای، چې خپل ورځني مصارف پوره کړي.انځور: S.S./DW

رسول خان دویچه ویله ته وویل: «زه دلته د یو تنور والا سره په مزدورۍ ډوډۍ پخوم، کور ته په ویره ځم، د کور مالک راته څو ورځې وخت راکړی، چې کور خالي کړم؛ ځکه پولیس چاپې وهي او افغان مهاجر نیسي. د ماما زوی مې پولیسو نیولی، زموږ مشکلات ډېر زیات دي، د افغانستان له حکومت زموږ غوښتنه ده، چې موږ ته دې ځمکه راکړي ترڅو په خپل وطن کې پرې کور جوړ کړم.»

په داسې حال کې چې په پاکستان کې مېشتو څه د پاسه یو اعشاریه ۷ میلیونه غېر قانوني افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته یې د استولو لپاره وخت پوره شوی، د افغان هوټلونو مسوولین وایي، چې کاروبارونه او روزګارونه به یې په ټپه ودرېږي. دوی د پاکستان له حکومت غوښتنه کوي، چې په دغه پرېکړه دې له سره کتنه وکړي.

بل لوري ته ملګرو ملتونو د بشري حقونو یو شمېر ادارو، د بخښنې نړیوال سازمان او د امریکا حکومت له پاکستان غوښتي چې د افغان کډوالو جبري اخراج دې ودروي؛ خو معلومېږي چې تر اوسه دغه غوښتنو هم کومه نتېجه نه ده ورکړې.

په عین حال کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم د پاکستان یاده پرېکړه ناسمه بللې او زیاته کړې یې ده چې دا عمل به د دواړو هېوادونو ترمنځ فاصلې رامنځته کړي؛ خو ترڅنګ یې له پاکستانه ورتلوونکو کډوالو ته د ننګرهار په لعل پورې ولسوالۍ کې، چې د تورخم سره نږدې پرته ده د یو موقتي کمپ د جوړولو چارې هم پیل کړي دي.

س.س / خ.ح / ن.ز

انځور: DW Akademie
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل