1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

په ځينو هيوادونو کې د «بیزوګانو تڼاکې» ناروغۍ پېښي ثبت شوي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۳۰, جمعه

په اروپا او شمالي امريکا کې په انسانانو کې د بیزوګانو تڼاکو ناروغۍ څو قضیې ثبت شوي دي. دا ویروسي ناروغي د افريقا دباندې ډېره نادره ده.

Infektion mit "Monkeypox Virus" Affenpocken - 1971
انځور: Gemeinfrei/CDC's Public Health Image Library

په انسانانو کې د بیزوګانو تڼاکو ميکروب تر اوسه د افريقا په يو څو سيمو کې ليدل شوی وو. اوس په بريتانيا، هسپانيا، پرتګال او امريکا او کاناډا کې ثبت شوې قضيې او شکمنې پېښې ښايي د لویديځې افريقا بڼه وي چې د مرکزي افريقا د بڼې په پرتله يو څه آسانه تيريږي. په آلمان کې هم د دې ميکروبي ناروغۍ لومړۍ پېښه په بایران ایالت کې ثبت شوې ده.

د آلمان د پوځ د مايکروبیولوژي انستيتويت په حواله د پنجشنبې په ورځ دا ويروس په يوه مريض کې تثبيت شوی دی. ويل شوی چې د مريض پر پوست ځانګړي بدلونونه ليدل شوي دي. خو دغه انستيتويت په دې اړه نور جزيات نه دي په ډاګه کړي.

علايم یې څه دي؟

انسان ته انتقاليدونکې د بیزوګانو تڼاکو ناروغۍ په ترڅ کې د انسان پر پوست تڼاکۍ راښکاره کیږي چې يو څه موده وروسته چوي او پوست نيسي. خو ډېر کم وخت په دايمي پرهار او يا ټپ هم بدليږي.

پر پوست راښکاره شوې دانې د ناروغۍ د پړاونو له مخې کيدای شي څمڅيکي يا کڅوک ناروغۍ او يا هم سيفیلس ته ورته وي. دا ناورغي څه نا څه درې تر څلورو اوونیو دوام کوي. ډېر لږ انسانان هغه هم ماشومان چې کله یې ناروغي سخته شي، ترې مړه کيږي.

بدن ته د میکروب د رسېدو او علایمو د ظاهريدو ترمنځ موده یې د ۷ او ۲۱ ورځو ترمنځ ده خو زياتره انسانان د ۱۰ او ۱۴ ورځو تیريدو وروسته علایم ښيي. پر پوست د تڼاکو ترڅنګ کيدای شي سړي ته سر دردي، د عضلاتو او ملا درد، تبه، د بدن لړزيدل او ستړيا هم پیدا شي.

څرنګه ترې سړی ځان ساتلی شي؟

د بیزوګانو تڼاکو ناروغي کومه ځانګړې درملنه او يا واکسين نه لري. خو ډاکتران په دې نظر دي چې د څمڅيکي يا چيچک واکسين د بیزوګانو تڼاکو ناروغۍ په مقابل کې هم نسبتاً ښه محافظت لري. که څه هم چې د بیزوګانو تڼاکو ویروس د چيچک واکسين سره مستقمه خپلولي نه لري خو دواړه د ویروسونو په يوه جنس پوره اړه لري او تر دې حده ورته والی لري چې په مقابل کې یې مدافع سیسټم د ميکروب ځواب ویلی شي.

د آلمان په بايرن ایالت کې هم د دې ناروغۍ لومړۍ پېښه ثبت شوې دهانځور: Peter Kneffel/dpa/picture alliance

ميکروب څرنګه انتقاليږي؟

د بیزوګانو تڼاکي ميکروب له هغه انسان سره چې دغه ناروغي لري تر ډېر نزدې تماس وروسته انتقاليږي او زياتره وخت يو څو انسانانو ته تر رسېدو وروسته یې انتقال دريږي، خو دا چې آیا د ټناکو په اوبو له ککړ پوست سره د تماس له لارې هم دا مرض انتقاليدلی شي او که نه، په دې اړه په شدت سره څېړنې رواني دي.

په بريتانيا کې کابو دوې اوونۍ ترمخه په رامنځته شوې قضيه کې د روغتيا ادارې وکولای شول د دې قضیې اصل ته ورسيږي، ځکه په دې قضيه کې ناروغ د نايجيريا د سفر پر وخت په دغه ویروس ککړ شوی وو.

خو په هغو څلورو نویو قضيو پسې پل نيول ظاهراً مشکل ښکاري چې اغیزمنو نارينه وو افريقا ته سفر نه وو کړی او نه یې د نورو اخته کسانو سره تماس لرلی وو. د روغتيا اداره اوس په ډېر شدت سره د دې قضيو ترمنځ د مرموز تړاو په اړه څېړنې کوي، ځکه چې د بیزوګانو تڼاکو ویروس په ډېره آسانۍ سره نه انتقاليږي.

یوازې د ډېر نزدې تماس له لارې انتقال

په دې ډېرو لږو قضيو کې چې تر اوسه ثبت شوي دي، اغیزمن کسان یې نارينه دي چې له نورو نارينه وو سره یې جنسي اړیکی درلودلې. خو سره د دې هم ډېر بريتانوي کارپوهان په ټینګار سره دې ته اشاره کوی چې تر اوسه په دې اړه کافي شواهد نه دي موندل شوي چې دا دې د جنسي اړيکې له لارې انتقاليدونکي د انسانانو د بیزوګانو د تڼاکو ميکروب وي.

د «لندن ايمپريل کالج» د ويروس پيژندنې برخې استاد مايکل سکینر وايي چې «احتمالاً په دې اړه يوې نتیجې ته د رسيدو له پاره به ډېر د وخته وي چې د انتقال له پاره یې جنسي فعاليت اړين وو، تر څو موږ د وبايي ناروغتياو په اړه ښکاره ارقام او ارزونې ونه لرو.»

د دې میکروبي ناروغۍ په اړه د آلمان د روبيرت کوخ انیستيتويت په رپوت کې له احتياط څخه د کار اخیستو سپارښتنه شوې ده او ویل شوي دي چې پر پوست د تڼاکو يا دانو په صورت کې بايد سړی ډاکتر ته مراجعه وکړي.

ب. ص/ ن. ز (Alexander Freund)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب