1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په څرخي پله زندان کې اعتصاب

۱۳۹۹ فروردین ۲۶, سه‌شنبه

د څرخي پله زندان په سونو بنديانو اعتصاب کړی دی. بنديانو ويلي دي چي سم چلند ورسره نه کيږي او د کرونا ويروس خپريدو ته پاملرنه نه کيږي. خو ایا په څرخي پله زندان کې پر نورو ستونزو سربیره د کرونا ویروس د پراختیا ویره هم شته؟

Afghanistan Hinrichtung im Gefängnis Pul-e-Tscharchi
د څرخي پله زندانانځور: picture alliance/dpa/J. Jalali

د څرخي پله یوشمېر زندانیانو دوچه ویله ته ویلي چې شاوخوا ۳۵۰ زندانیانو د حکومت د ناعادلانه چلند له امله د نه خوړو اعتصاب کړی او خپلې خولې یې په سیخانو ګنډلي.

دغه اعتصاب د څرخي پله د نشه يي توکو په تور د نېول شویو کسانو د ځانګړي بلاک زندانیانو له تېرو دوو ورځو راهېسې پيل کړی دی.

معترض زندانیان وايي، په یوه خونه کې د په سونو زندانیانو ساتل کېدل، د ولسمشر د عفوي په فرمانونو کې توپيري چلند او د روغتیايي اسانتیاوو نشتوالی یې د اعتصاب ستر لاملونه دي.

د څرخي پله یوه زنداني چې نه غواړي خپل نوم په ډاګه کړي، وویل: «په یوه اطاق کې له ۳۵ تر ۳۷ پورې کسان پراته یوو، دا ظلم دی، زموږ سره د یوه حیوان په څير چلند کيږي. موږ دومره ظلم هم نه دی کړی چې اوس دې راسره انساني چلند ونه شي.»

د دغو زندانیانو ستر اعتراض دا هم دی چې د ولسمشر د بخښنې په فرمانونو کې د نشه يي توکو په جرم نېول شوي زندانیان نه شاملیږي.

یوه بل زنداني په دې اړه وویل: «د نشه يي توکو په خاص محبس کې تر دوو زرو ډیر کسان بندیان یوو، په دې زندان کې هر یوه له ۵ تر لسو کلونو پورې زندان تیر کړی. زموږ اعتراض دا دی چې د ولسمشر د بخښني فرمان د هر مجرم له پاره شته لکه د غلا، زنا، لواطت او نورو جرمونو په تور نیول شوي کسان د دې فرمانونو له مخي خوشي کیږي، خو موږ ولې مستثنی یوو؟ ایا موږ بشر نه یوو؟!»

په څرخې پله زندان کې يو طالب بنديانځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

دغه زندانیان خبرداری ورکوي چې که یې غوښتنې ونه منل شي نو خپلې خولې نه پرانیزي او ان کې د نه خوړو اعتصاب یې پر ځان وژنه هم تمام شي.

ایا د څرخي پله په زندان کې د کرونا ویروس خپرېدو وېره شته؟

معترضو زندانیانو دا ادعا هم کړې چې د روانې اونۍ په یکشنبې د کرونا له امله ۲ زندانیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. دغه راز، ویل شوي چې تر لسو ډير نور زندانیان هم په کرونا اخته دي.

د څرخي پله زندان د پنځم بلاک یوه زنداني منصور (مستعار نوم) دویچه ویله ته وویل: «زه په پنځم بلاک کې یم زموږ د بلاک او د څلورم بلاک ۱۵ زندانیان په کرونا ویروس باندې د اخته کېدو له امله قرنطین شوي، د زندانیانو د اعتصاب یو ټکی هم دادی کله چې په یوه اطاق کې تر۴۰ پورې کسان بندیان وي طبعي خبره ده چې کرونا ویروس به په ټول زندان کې خپور شي او دا ډیره جدي اندېښنه ده.»

دغه زنداني زیاتوي چې زندانیانو ته په سمه توګه خواړه نه ورکول کیږي.

د نوموړي په وینا په خوړو کې یواځې دال او نخود دي او هغه سی او ډي ویټامین لرونکي خواړه چې ډاکټران یې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي له پاره اغیزمن ګڼي، زندانیان ترې بې برخې دي.

د څرخي پله معترض زندانیان دا ادعا هم لري چې ډیر زندانیانو د بند موده بشپړه کړې خو بیا هم په میاشتو میاشتو بې برخلیکه زنداني دي.

د هغوی په وینا په اعدام محکوم زندانیان کلونه کلونه په زندان کې په ناقانونه ډول ساتل کیږي.

داسې انديښنه هم شته چې د کرونا ویروس د چټک خپرېدو له امله به په زرهاوو بنديان په دې ناروغۍ اخته شي.انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د چارواکو ځواب

هڅه مو وکړه چې د زندانیانو اعتراضونو ته د اړوندو چارواکو ځواب ترلاسه کړو، خو د زندانونو د تنظیم ادارې ویاند واحدالله زاهد له ژمنې سره سره هم له نظر ورکولو ډډه وکړه.

د افغانستان د بشري حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل وویل، د زندانیانو د خوشې کېدو په فرمانونو کې تبعیضي چلند کیږي او دا ستونزه له ډېر پخوا موجوده ده.

ده زیاته کړه: «د عفوي فرمانونه باید په عادلانه او عاجله توګه تطبیق شي.»

ښاغلي لعل اندېښنه وښوده چې د کرونا ویروس د چټک خپرېدو له امله د زرهاوو زندانیانو په دې ناروغی د اخته کېدو ویره شته.

د نوموړي په وینا ددغه ناورین د مخنیوي له پاره باید شاوخوا لس زره بندیان له زندانونو خوشي شي.

اسماعیل شاکر – کابل

زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل