د انترنیت قطع کول؛ ولې طالبان له انترنیټ بېره لري؟
۱۴۰۴ شهریور ۲۷, پنجشنبه
د طالبانو د رهبر ملا هيبت الله له لوري د نوري فایبر د انترنیتي خدماتو قطع کول، ډېرې اندېښنې راپارولی دي. د نوري فایبر انترنيتي خدمات تر اوسه د افغانستان په بلخ، کندهار، هلمند، زابل، روزګان، کندز، تخار او بدخشان کې قطع شوي او د دې احتمال شته په نورو ولایتونو کې هم قطع شي.
د «منکراتو» مخنيوی که امنيتي اندېښنې؟
د طالبانو اصلي ویندویانو تر اوسه د انترنیت د قطع کېدو د دلیل په هکله څه نه دي ويلي. یوازې د بلخ د والي ویاند په دغه ولایت کې د نوري فایبر شبکې د انترنيتي خدماتو تر قطع کېدو وروسته وویل چې دغه اقدام د دوی د مشر ملا هيبت الله آخوندزاده په امر د «منکراتو د مخنيوي» په موخه په نظر کې نیول شوی دی.
د خواله رسنیو کاروونکو ویلي دي چې طالبانو پر دغه اقدام د دوی د سیاستونو ضد محتویاتو د خپرواوي د مخنيوي په موخه لاس پورې کړې دی.
انترنیت په اکثرو هېوادونو کې د خلکو په اعتراضاتو او ټولیزو نارضایتيو کې مهم رول لوبولی دی. په همدې دلیل، ځینو دا احتمال مطرح کړی چې طالبان له ولسي اعتراضونو بېره لري.
په وروستیو کې په نیپال کې د ټولنیزو شبکو د فلتر کولو موضوع په ځوانانو کې د غوصې راپارولو سبب شوه چې په پایله کې یې اعتراض کوونکو پارلمان ته اور واچاوه او د دغه هېواد حکومت یې ړنګ کړ.
د امنيتي چارو کارپوه بسم الله تابان، دویچه وله ته وویل چې طالبان هڅه کوي د انترنیټ په محدودولو سره سرکوب ته لا ډېره زمینه چمتو کړي: «د انترنیت قطع کول د افغانستان په سطحه کې د پراخ سرکوب پیلامه ده. ممکن طالبان خپل ستم پراخ او له نړېوال څار څخه تېښته وکړي. دا ډېره ژوره اندېښنه ده.»
د سوداګرو او کسبګرو اندېښنې
د ګرځنده ټيلفونونو مخابراتي شرکتونو انترنیتي خدمات لا تر اوسه له کومې ستونزې سره مخ نه دي. خو د دې اندېښنه شته چې طالبان په دوهم ګام کې د دغو شبکو انترنيتي خدمات هم محدود کړي.
د مخابراتي شرکتونو د مخکې ورکړې انترنیتي خدمات ګران او ټيټ کیفیته دي، په همدې دلیل خلک نشي کولی له دغو خدماتو په پراخه توګه استفاده وکړي. په اقتصادي او سوداګرۍ برخه کې فعال شرکتونه او افراد د نوري فایبر له انترنیته استفاده کوي.
د نوري فایبر قطع کېدل سوداګر اندېښمن کړي
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خان جان الکوزي د نوري فايبر د انترنيت د قطع کېدو په تړاو پر اکس شبکه لیکلي: «پر دغه بندیزونو باید یو ځل ښه فکر وشي.»
الکوزي زیاته کړې د انترنیت غلطه استفاده خپل تاوانونه لري، «خو داهم باید په یاد ولرو چې په اوسني وخت کی ۸۰% نیټ باندي کاروبار درسونه نور زیاتره پرمختګونه کیږي.»
خان جان الکوزي بل ځای لیکلي چې لنډې لنډې فیصلې اکثره وخت تاوانونه کوي او ټینګار ېې کړی چې «د ولس او نظام تر منځ واټن مه زیاتوئ.»
پر دې علاوه، په دولتي ادارو کې هم د افغان تیليکام شبکې له انترنيتي خدماتو استفاده کیږي چې اوس په څو ولایتونو کې قطع شوي دي. په حاضر وخت کې د ګڼ شمېر ادراتو فعالیتونه لکه د برقي تذکرو د وېش مرکز، ګمرکونه، رسنۍ، بندرونه، دولتي او خصوصي بانکونه او اکثره شرکتونه پر انترنیت متکي دي چې ټول ېې د نوري فایبر له شبکې استفاده کوي.
د دغه انترنیت په قطع کېدو سره به د دغو ادارو او شرکتونو فعالیتونه هم له ستونزو سره مخ شي.
د نجونو د آنلاین زدکړو له پاره پای؟
وروسته له هغې چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بندیز ولګاوه، یو شمېر نجونو چې په ښارونو کې د ګرځنده تیلفون او انترنیت په څېر امکاناتو ته لاسرسی درلود، آنلاین زدکړو ته ېې مخه کړې. دوی له انترنيت څخه په استفادې خپل درس او تحصیل مخته وړي.
د طالبانو د رهبر له دغه اقدام سره، هغه نجونې چې د نوري فایبر انترنيټ په ذریعه ېې خپل درسي مواد له تحصيلي بنسټونو ترلاسه کول، ممکن له آنلاین زدکړو محرومې شي.
فلم جوړونکې صحرا کريمي چې له هېواده بهر ژوند کوي او په داخل د افغانستان کې خپلو زده کونکو ته تدریس کوي، ويلي دي چې زده کونکي ېې انترنيت ته په لاسرسي کې ستونزې لري.
کريمي لیکلي چې دغو نجونو «وای فای درلود، چې اوس کار نه کوي. وروسته مې په خبرونو کې ولوستل چې طالبانو... د ډېرو ښارونو انترنیت قطع کړی. خپه یم، اوس نجونو ته څنګه درس ورکړم؟»
د طالبانو دغه اقدام په افغانستان دننه هم د افغان ښځو له غبرګون سره مخ شوی دی.
یوې فعالې ښځې دویچه وله ته د یوې ويډيو په استولو ویلي دي: «د انترنیت قطع کول شاتګ، جهل او بربادۍ ته د ورنژدې کېدو وروستۍ مرحله ده.»
یوې بلې فعالې ويلي دي: «د انترنیت قطع کول یوازې یوه تخنیکي مسئله نه ده، بلکې دا د یو ملت پر عزت، آزادۍ او راتلونکې مستقیمه حمله ده. نن ېې د انترنیت په قطع کولو سره زموږ د کورنو څراغونه خاموشه کړل، خو زموږ استقامت نه.»