په چين کي زلزلو ۴۷ کسان وژلي دي
۱۳۹۲ تیر ۳۱, دوشنبهد زلزلې له کبله د مینشیان او ژانگشین په ښارونو کې کورونه لړزیدلي دي. د رپوټونو په حواله زلزه د چین پر سیمه ییز وخت د سهار ۷:۴۵ رامنځ ته شوې ده. ویل شوي دي چې تر لومړۍ زلزلې لږ وروسته د سهار په ۹:۱۲یوه بله زلزله هم شوې ده.
د چین دولتي رسنیو ویلي دي چې د دغو زلزلو له کبله لږ تر لږه ۴۷ کسان وژل شوي او تر ۳۰۰ تنو پورې نور کسان ټپیان شوي دي.
په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو د زلزلې سنجوني ادارې د دغې زلزلې درجه ۵.۹ ټاکلې ده، چینایي چارواکو ویلي دي چې زلزله د ریشتر په مقیاس ۶.۶ درجې شدت لاره.
د چین دولتي تلویزیون د هغو لیرو پرتو سیمو انځورونه ښوولي دي چې زلزله پکې تر بل هر ځای ډیره قوي وه. د دغه سیمو اوسیدونکو د چین له دولتي تلویزیون سره په خبرو کي ویلي دي چې هغوی د زلزلې پر مهال یوه دقیقه کورونه او اوونې ښورېدې. د دغو سیمه ییزو اوسیدونکو په خبره زلزلې د یوې دقیقې له پاره دوام وکړ.
لومړني رپوټونه ښيي چې زلزله په سطحي ډول رامنځ ته شوې وه. دغه ډول زلزلې د عمیقو زلزلو په پرتله ډیر تلفات او ویجاړۍ رامنځ ته شوې.
د چین په لویدوځو برخو کې ډیر وخت زلزلې رامنځ ته کیږي. په چین کې په ۲۰۰۸ کال کې تر ټولو خونړۍ زلزله رامنځ ته شوه چې له کبله یې ۹۰۰۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.