چارواکو ويلي دي چې تر نړيدلو ودانيو لاندې شويو کسانو لټه روانه ده خو د ډېري يخي هوا له کبله د لټې کار له ستونزو سره مخامخ دی.
د چين چارواکو د سه شنبې په ورځ وويل چې د جنوب لویدیځ ایالت يونان په يوه لیرې پرته غرنۍ سيمه کې د ځمکې ښوېدو له کبله ۲۰ کسان مړه شوي دي.
چارواکو زياته کړې ده چې تر اوسه دوه کسان ژوندي راايستل شوي. زياته شوې ده چې تر سه شنبې سهاره پورې په دې پيښه کې تقريباً ۲۴ کسان د ويجاړو شويو ودانيو تر ملبې لاندې دي. چارواکو وويل چې د مړو شمېر ښايي نور هم لوړ شي.
د ژغورنې عمليات روان دي سيمه ایزو چارواکو ويلي دي چې د ژغورني عمله په سخته يخه هوا کې کابو په ۱۸ کورونو کې د اغېزمنو کسانو په لټه بوخته ده. ويل شوي دي چې په دې سيمه کې ۵۰۰ کسان خوندي ځایونو ته انتقال شوي دي.
د چين دولتي تلویزيون «چاينا سنترل ټي وي» ويلي دي چې په ژينزيانګ سيمه کې مرستندويان ټوله شپه د خاورو او خټو په ليرې کولو بوخت ول.
زياته شوې ده چې د ژغورني عمله د واورې، په واوره د پوښل شويو سړکونو او سختې يخنۍ په څېر ستونزو سره مخامخ دي چې پر دې سربیره یې هم خپلو کارونو ته دوام ورکړی دی.
شينهوا دولتی خبري آژانس د لومړيو څېړنو په حواله ويلي دي چې د ځمکې ښوېدنې دا پېښه د يوه ولاړ غره د پاسنۍ برخې د رالویدلو له کبله رامنځته شوې ده.
په سينکیانګ کې زلزله بل لوري ته د سه شنبې په ورځ د چين په لوېدیځه سيمه سينکيانګ کې د زلزلې ټکانونه احساس شوي دي. دا زلزله د لږ نفوس په يوه ساحه کې رامنځته شوې ده. د ريشتر په مقياس د دې زلزلې اندازه ۷،۱ وه.
چارواکو ويلي دي چې د زلزلې له کبله ۶ کسان ټپیان شوي او ۱۲۰ کورونه زيانمن شوي او يا نړيدلي دي.
د چين د زلزلې شبکو مرکز ويلي دي، چې زلزله د سهار په کابو دوو بجو وشوه او د اکسو سيمې اچترين ولسوالي یې ولړزوله.
تقريباً ۲۰۰ مرستندويان د اغیزمنو کسانو مرستي ته رسېدلي دي خو سخته يخني د دوی په کار کې هم خنډ ده.
ب. ص/ ن. ز (AP, Reuters)
زموږ له آرشيف څخه:
د ځمکې تودښت؛ څنگلونه په اور کې سوځي
د اقلیم بدلون او د ځمکې تودښت له امله په ځنګلونو کې اورونه لگيدلي چې د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې پراخ زیانونه اړولي او په سلګونو زره خلک یې بېځایه کړي دي. انسانان د ځمکې د تودښت اصلي لامل دي. انځور: Andres Gutierrez/AA/picture alliance له څو ورځو راهیسې د کاناډا په ځنګلونو کې تر زرو زیاتو ځایونو کې اور لګېدلی او په دغه هیواد کې چارواکو بیړنی حالت اعلان کړی او په ټول هیواد کې د اور وژنې ډلې ځای پر ځای شوي دي.
انځور: Darryl Dyck/The Canadian Press/ AP/dpa/picture alliance اور په چټکۍ سره په ځنګلونو کې خپریږي او د هغو سیمو پر لور حرکت کوي چیرې چې انسانان ژوند کوي. حکومت اړ شوی چې له خطر سره مخ سيمو د خالی کولو امر صادر کړي.
انځور: Darryl Dyck/The Canadian Press/ AP/dpa/picture alliance په ځنګلونو کې د لگيدلو اورونو له کبله لارې تړل شوي او ډېر خلک په هغو سیمو کې بند پاتې شول چې تر ګواښ لاندې دي. د دغو کسانو د ژغورنې عملیات روان دي.
انځور: Paige Taylor White/AFP حتی د کاناډا پوځ د اور د خطر لاندې سیمو څخه د خلکو د ایستلو له پاره اقدام کړی دی. د اردو ځواکونو یوه برخه د اور په کنټرولولو د اور وژنې ډلې سره مرسته کوي. د کاناډا په لوېدیځ کې د بريتش کولمبیا ولایت څخه شاوخوا ۳۰ زره کسان ایستل شوي دي.
انځور: Jennifer Gauthier/REUTERS په میلیونونو ډوله وحشي حیوانات چې په ځنګلونو کې اوسیدل هم بې ځایه شوي دي. لکه دا يږه د سړک څخه تیریږي.
انځور: Pat Kane/REUTERS د اروپا د وچې په ډېرو برخو کې ځنګلونه سوځېدلي دي. په تېره یوه اوونۍ کې د هسپانيا په یو شمېر ځنګلونو کې اور لګېدلی او د کابو کولو هڅې یې روانې دي. له دغه هېواده د ځايي اوسېدونکو ډېر شمېر کډه شوي دي.
انځور: Andres Gutierrez/AA/picture alliance په پرتګال کې په دې وروستیو کې د ځنګلونو اورونه زیات شوي دي. د روانې میاشتې په پیل کې د دغه هېواد په ځنګلونو کې څو ځايه اور ولګېد. د دغه هېواد چارواکي د احتمالي اورلګېدنې د کنټرول له پاره ډېر چمتووالی لري. د اور لګېدنې له امله په دغه هېواد کې زرګونه هکتاره ځنګلونه له منځه تللي دي.
انځور: PATRICIA DE MELO MOREIRA/AFP تېره اوونۍ د فرانسې د سويلي سیمو په ځنګلونو کې هم اور ولګېد او د استوګنې نږدې سیمو ته یې زیانونه واړول. دا سیمې د فرانسې او هسپانيا سره ګډه پوله لري. په تیرو وختونو کې د فرانسې په نورو سیمو کې په ځنګلونو کې اورونه بل شوي دي.
انځور: Lorena Sopena/Europa Press/abaca/picture alliance کروشیا په ځینو برخو کې په ځنګلونو کې اور لګېدلی چې یو شمېر سیلانیان یې د استوګنې پرېښودو ته اړ کړل. د جولای په پای کې، د سپلیټ ښار ته نږدې د سیووا په ټاپو کې اور لګیدلی و.
انځور: picture alliance/dpa/AP په ایټالیا کې، د جولای مياشتي په پای کې د پالرمو په ځنګل کې اور ولگيد چې له کبله يې سړکونه بند شول او پر لاري بند موټرونه وسوځل شول.
انځور: Nicolas Economou/Reuters د آلمان مرطوب ځنګلونو کې هم وخت په وخت اورونه لگيږي چې په دې وروستیو کې د دغه هېواد د میکلینبورګ-فورپومرن او برانډنبرګ ایالتونو په ځنګلونو کې اورونه لګېدلی او د اور وژنې ادارې له خوا پراخ عملیات پیل شوي چې د سیمې خلکو ته د وتلو خبرداری ورکړل شوی وو.
انځور: Thomas Schulz/dpa/picture-alliance په ترکیه کې په ځنګلونو کې اورلګیدنې ډیر زیانونه اړولي دي. په دغه هېواد کې اورلګېدنه تر ډېره په سويلي سیمو کې رامنځ ته کېږي. وروستۍ اورلګېدنه د انتالیا په یوه ځنګل کې شوې ده.
انځور: DHA د جولای مياشتي په وروستیو کې د ځنګلونو اورونو د یونان د استوګنې ټاپوګان هم اغیزمن کړل. اور دومره پراخ و چې د سیلانیان د اوسیدو سیمو ته نږدې شو او د دې لامل شو چې په ځینو ټاپوګانو کې بیړنی حالت اعلان شي او خلک له دې سیمو وویستل شي. دا عکس د روډس په ټاپو کې د ځنګل څنګ ته د ساحل هوټل ښیې؛ یو ځنګل چې په بشپړه توګه سوځیدلی دی.
انځور: Christoph Reichwein/dpa/picture alliance د الجزایر په بیجیا ځنګلونو کې اورلګیدنه کلیوالو سیمو ته خپره شوه او د جولای په پای کې یې لږ تر لږه ۳۰ کسان ووژل. د څنگل په دې سوځېدنه کې ګڼ شمېر کسان مړه شوي او تر ۲۰ ډېر لادرکه دي.
انځور: Nasri Elyas/AP/picture alliance د ایران کردي سیمې په دې وروستیو کې د ځنګلونو د اورونو شاهدې وې. دا عکس د کردستان په ماروان ښار کې یو ځنګل ښيي چې سوځېدلی دی. د زاگروس غرونو په ځنګلونو کې اور د څو ورځو له پاره دوام درلود.
انځور: arman melli/hamshahri online په دې وروستیو کې د افغانستان په سويل ختیځ کې په ځنګلونو کې اور لګېدلی وو. په دغو ځنګلونو کې اورلګېدنې د ونو ډېره برخه سوځولې او هغه طبيعي زېرمې چې خلک يې د ژوند له پاره کاروي له منځه تللي دي.
انځور: Inayat-ur-Rehman د امریکا متحده ایالاتو د هاوایی ټاپو په لاهینا سیمه کې د ځنګلونو د اور له امله رامنځ ته شوي ویجاړتیا په پورتنې عکس کې کتلې شئ، چې تیره پنجشنبه رامنځ ته شوه. د دې سیمې ځینې برخې د اور په لمبو کې وسوځېدلې. چارواکي اړ شول چې له دې سیمې زرګونه کسان وباسي او خوندي ځای ته یې ولیږدوی.
انځور: Jae C. Hong/AP Photo/picture alliance له لسیزو راهیسې، ساینس پوهان د ځمکې د مخ پر ودې تودښت او د دې سیارې اوسیدونکو له پاره د هغې د پایلو په اړه خبرداری ورکوي. د انسانانو له خوا د گلخانه يې ګازونو تولید د سیارې د تودښت لامل شوی او د هغې د کمولو له پاره اقدامات د بحرانونو لکه وسله والې شخړې، اقتصادي بحرانونه او د ناروغیو خپريدلو له کبله بې اغيزي شوي دي.
انځور: Europa Press/EUROPA PRESS/dpa/picture alliance پر اوکراین د روسیې پوځي یرغل د انرژۍ بحران رامنځ ته کړ او یو شمېر اروپايي هېوادونو بیا د فوسیل سونګ او اټومي انرژۍ کارولو ته مخه کړه. هغه دوې سرچینې چې باید په تدریج سره کمې شي او انسانان به یې په صنعتي برخو کې نوره نه کاروي.
انځور: AP Photo/picture alliance په ځنګلونو کې اورونه، نه یوازې د شنې فضاد ضایع کیدو لامل کیږي، کاربن ډای اکسايد ډيروی او اکسیجن تولید کموي؛ بلکې، دا په هغو سیمو کې چې انسانان ژوند کوي ډیر کاربن ډای اکسایډ خپروي. د کارین ډای اکسایډ زیاتوالی د هوا د ککړتیا لامل کیږي، د انسان له پاره د تنفسي ناروغیو لامل کیږي او د مړینې کچه لوړوي.
انځور: Darryl Dyck/ZUMA Press/IMAGO