په چيک جمهوريت کي د سپو فوټبال
ارشيف:
انځورونه: د نړۍ د تر ټولو بدرنگه سپيانو سيالي
د نړۍ تر ټولو بدرنگه سپي د ټاکل کیدو سیالي په ۲۰۱۶ کال کې په کالیفورنیا کې ترسره شوه. په پای کې د کاکُل یا اُربل لرونکي چنایې نسل سپی د نړۍ تر ټولو بدرنگه سپي په توگه وټاکل شو. د دغو مراسمو انځوریز رپوټ.
په دغه سیالۍ کې چې په کالیفورنیا کې ترسره شوه، مختلف ډوله سپي د نړۍ تر ټولو بدرنگه سپي په توگه د انتخابیدو له پاره راوړل شوي ول.
د سیالۍ په پای کې د چنایې نسل دغه کاکل یا اُربل لرونکی سپی د ۲۰۱۶ کال د تر ټولو بدرنگه سپي په توگه وټاکل شو.
د چنایې نسل کاکل لرونکي سپي یوازې د سر او پښو په برخه کې ډیر لږ ویښتان لري.
یو له هغو سپو څخه چې د کال تر ټولو بدرنگه سپي د انتخاب په سیالۍ کې یې برخه اخیستې وه.
د نړۍ تر ټولو بدرنگه سپي د انتخاب سیالي هر کال په امریکا کې ترسره کیږي. د مختلفو نسلونو سپي په دغه سیالۍ کې گډون کوي.
د «بروکسل گریفون» نسل سپی هم د کال تر ټولو بدرنگه سپي د انتخاب په سیالۍ کې برخه اخیستې وه.
یو له هغو سپو څخه چې په دغو سیالیو «د نړۍ ټولو بدرنگه سپي انتخاب»کې یې برخه اخیستې وه.
د چنایې نسل هغه کاکل لرونکی سپی چې په دغو سیالۍ کې د انتخابیدو له پاره راوړل شوی وو.
اوسني سپو د لیوه د هغو نسلونو څخه منشاء اخیستی ده چې د اروپا او نږدې ختیځ په دوو سیمو کې یې یو له بل څخه جلا ژوند کاوه.
په دغه سیالۍ کې گډون کوونکو سپو د نورو حیواناتو په پرتله ډیره تنوع درلوده.
د ټولې نړۍ په کچه د سپو تر ۴۰۰ ډیر ډولونه وجود لري.
د ډیرو هیوادونو په کلتور کې سپي ته د یوه وفاداره او انسان دوست حیوان په سترگه کتل کیږي.
د نړۍ تر ټولو بدرنگه سپي د انتخاب په سیالیو کې یو له گډون کوونکو سپو څخه.
د کال د تر ټولو بدرنگه سپي د انتخاب سیالي د امریکا متحده ایالاتو په کالیفورنیا ایالت کې ترسره شوه.