1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په چین کي د کرونا پيښو کميدو هیله مندۍ راپیدا کړي

۱۳۹۸ اسفند ۱۹, دوشنبه

که په چین کي د کرونا پيښو کميدو ددغه بحران د ضعیفه کیدو هیلي راپیدا کړي، بیا په نوره نړۍ کي اوس هم ډیر خلک په اخته کیږي. ځکه نو په اکثرو هیوادو کي د هغه پرضد جدي اقدامات نیول کیږي.

China Coronavirus,
انځور: picture-alliance/Xinhua/W. Peiquan

د روان عیسوي کال د جنورۍ میاشتي څخه د چین د روغتیا وزارت هره ورځ ددې ارقام خپروي، چي څومره کسان د کرونا په نوي ویروس باندي اخته سوي او څومره نور ورڅخه مړه سوي دي. خو اوس د هغوی تعداد د پخوا په مقایسه ډیر راکم سوی دی. د وروستيو ارقامو پراساس په ټوله هیواد کي فقط ۴۰ کسان نوي په دې ويروس اخته سوي او ۲۲ انسانان مړه سوي دي.

دا هم په داسي حال کي ده، چي چینايي چاراکي په مجموع کي په دغه ویروس باندي  د ۸۰۷۰۰ کسانو د اخته کیدو او حداقل ۳۱۱۹ کسانو د مړه کیدو خبره کوي. د پخوا په ډول اکثره کسان بیا هم د چین د هوبي په ولایت کي دي، چيري چي همدا په تیر ډسمبر میاشت کي په لومړي سر کي هغه د دغه ولایت څخه شیوع سوی ؤ. ددغه ولایت ملیوني ښار، ووهان د همدې کال د جنورۍ میاشتي څخه کاملأ قرانطین سوی دی. ددغه ښار تقریبأ ۵۶ ملیونه انسانان په دغه ویروس باندي د اخته کیدو د خطر سره مخامخ دي. خو په کرونا د اخته کیدو لږ پیښو ته په کتو سره همدا تیره جمعې ورځ(د مارچ میاشتي ۶ مه) د حکومت یوه لوړ رتبه مامور وویل، چي کیدلای سي ، ددغه ښار قرانطین تر ډیره حده پوري له منځه ولاړ سي.

جنوبي کوریا هیله منده، ایران بیا په بیره کي

جنوبي کوریا هم د کرونا په ارتباط پر حالاتو باندي غالبیدو ته امیدواره ده. صدراعظم یې، چونگ سای کاین وویل: »که څه چې هم زه اوس هم ډیر احتیاط کوم، خو ددې امیدواري موجوده ده، چي موږ به په ډیره نژدې راتلونکې کي ددغه مرض صعودي حالت طی او نور به ډیر نه سي.» خو ددغه هیواد د صحت عامې د وزارت په خبره، بحران لا پای ته نه دی رسیدلی. په دغه هیواد کي په دې اخرو کي ۲۴۸ کسان په کرونا باندي اخته سوي دي. په مجموع کي په دغه هیواد کي ۷۳۸۲ کسان په هغه باندي اخته سوي او ۵۱ انسانان ورڅخه مړه سوي دي.

د بلي خوا بیا په ایران کي اطفاییه کوښښ کوي، چي د ضد عفوني موادو په کارولو سره ددغه مرض پواسطه  د مړو سوو کسانو تعداد راکم کړي. په دغه هیواد  کي په مجموع کي ۶۵۶۶ تنه په کرونا باندي اخته سوي او ۱۹۴ انسانان ورڅخه مړه سوي دي. 

په ایران کي اطفاییه د ضد عفوني موادو د پاشلو په حال کيانځور: picture-alliance/Zuma/R. Fouladi

په جرمني او فرانسه کي کرونا مخ پر لوړیدو ده

داسي معلومیږي،چي اروپا لا د کرونا مرض د ضعیفه کیدو د امیدوارۍ څخه ډیره لیري ده. د ایټالیا تر څنگ چي تر ټولو ډیر د کرونا پيښي پکښي ثبت سوي او ډیر کسان مړه سوي، په جرمني او فرانسه هر یوه کي پرون په کرونا باندي د اخته کیدو پيښي تر ۱۰۰۰ هم واوښتلې. د جرمني د روبرت کوخ انستیتوت په حواله ۱۱۱۲ نوي پيښي ثبت سوي ، چي نیمايي یې یوازي په نوردراین ویستفالن ایالت کي دي. یو جرمني تر اوسه پوری د کرونا څخه مړ سوی دی.

په فرانسه کي ۱۲۰۹ کسان په کرونا ویروس باندي اخته سوي او ۱۹ انسانان  ورڅخه مړه سوي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب