1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په چین کې د کرونا تازه څپه؛ د بیجینګ ځینې برخې بیا وتړل شوې

۱۳۹۹ خرداد ۲۴, شنبه

په چین کې د کرونا ویروس د لسهاوو تازه مثبتو پیښو تر ثبتیدو وروسته، چینايي چارواکو په پلازمینه بیجینګ کې د استوګنې د ۱۱ سیمو د تړلو پریکړه کړې ده.

China Peking Neue Abriegelungen nach Corona-Ausbruch
انځور: Getty Images/AFP/G. Baker

د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جون میاشتې په ۱۳مه نیټه) چینايي چارواکو په پلازمینه بیجینګ کې د استوګنې د ۱۱ سترو ودانیو د تړلو پریکړه وکړه. چارواکو وروسته له هغې په دغه اقدام لاس پورې کړ چې په دې ښار کې د کرونا تازه پیښې ثبت شوې. چینايي چارواکو همدا راز ویلي چې د کرونا تازه پیښې د تازه غوښې له یوه بازار سره تړلي دي.

په چین کې د «پیپلز ډیلي» په نامه د ورځپاڼې د رپوټ په اساس، د شینفادي په نامه د تازه غوښو د مارکیټ له کارمندانو او دلته له سوداګرو څخه په مجموعي ډول ۵۱۷ سمپلونه يا نمونې اخیستل شوې دي چې له دې ډلې څخه ۴۵ یې مثبتې تشخیص شوي دي.

چین کې د کرونا ويروس د تازه څپې پر وړاندې چمتوالیانځور: picture-alliance/STR

د شینهاو خبري آژانس په حواله، د شینفادي په نامه د تازه غوښو دغه مارکیټ شاوخوا ۴۰۰۰ کرایه ورکونکي لري او د کرونا د تازه مثبتو پیښو تر ثبت وروسته چارواکو یې د تړلو پریکړه کړه ده.

د دغه عمده پلرونځي مشر د بیجینګ نیوز په نامه دولتي رسنۍ ته ویلي دي چې ویروس د یو ډول ماهیانو د ټوټه کولو پر تختو باندې موندل شوی دی. تر دې وروسته په سیمه کې د غوښو پلورنځیو او سترو سوپر مارکیټونو د سالمون په نامه دغه کبان لیرې کړي دي. چارواکو په دغه ښار کې د ۱۱ سترو ودانیو اوسیدونکو ته د قرنطین سپارښتنه کړې ده.

په عین وخت کې یو بل مارکیټ هم چې د دې ستر ښار د تازه میوو او سبزیجاتو شاوخوا ۹۰ سلنه تقاضا پوره کوي، د کرونا د ۴۰ مثبتو پیښو تر ثبت وروسته تړل شوی دی.

د چارواکو پهب خبره، سیمې ته نیږدې ښوونځیو او وړکتونونو ته هم د تړل کیدو سپارښتنه شوې ده. په چین کې تر شاوخوا ۵۰ ورځو وروسته، د کرونا ویروس دغه تازه پیښې له یو شخص څخه بل شخص ته د انتقال له کبله ثبت شوي دي.

د کرونا ويروس پر موضوع له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب