1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په چین کې د کرونا ویروس د تلفاتو شمیر ۲۵۹ ته ورسید

۱۳۹۸ بهمن ۱۲, شنبه

د روغتیاي د برخي چینايي چارواکو ویلي چې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر له ۱۱ زرو کسانو اوښتی او تر اوسه پورې یې د ۲۵۹ کسانو ژوند اخیستی دی. دغه ویروس پرامریکا سربیره یو شمیر اروپايي هیوادونو ته هم رسیدلی دی.

China Isolierstation Krankenhaus in Zouping
انځور: AFP

د شنبې په ورځ د چین د روغتیا د برخي چارواکو وویل چې په دې هیواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر اوس له ۱۱ زره کسانو ډیر شوی دی. چینايي چارواکو همدا راز ویلي چې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمیر هم ۲۵۹ کسانو ته لوړ شوی دی. د چین په هوبای ایالت کې چې د کرونا ویروس د منشا ځای شمیرل کیږي، د روغتیا ځايي چارواکو ویلي چې یوازې په دې ایالت کې په کرونا ویروس د اخته کیدو ۱۳۴۷ نوې پیښې ثبت شوي دي چې په دې سیمه کې یې مجموعي شمیر ۷۱۵۳ پیښو ته لوړ شوی دی.

د چینايي چارواکو په خبره د هوباي ولایت وهان ښار چې شاوخوا ۱۱ میلیونه نفوس لري او یو شمیر نور ښارونه د کرونا د ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه ورته تگ راتگ منع کړل شوی دی. اټکل کیږي چې وروسته له هغې چې د چین نورې سیمې هم د کرونا ویروس په هکله تازه معلومات وړاندې کړي، ښايي په چین کې په کرونا ویرو د اخته کسانو او د مرګونو شمیرې له دې هم لوړې شي.

پرچین سربیره د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې هم تر اوسه پورې په کرونا ویروس له ۱۰۰ ډیر کسان اخته شوي دي. د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغې چې کرونا ویروس په یو شمیر هیوادونو کې په چټکی سره خپور شو، د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس یوه نړیواله عاجله پیښه وبلله.

په عین وخت کې د اروپايي اتحاديې یو شمیر هیوادونو، امریکا متحده ایالاتو، جاپان، جنوبي کوریا، اردن، بریتانیا او په دې وروستیو کې هندوستان او سریلانکا له چین څخه خپل اتباع بیرته خپلو هیوادونو ته انتقال کړل. د شنبې په ورځې په سهار یوې آلمانۍ پوځي الوتکې هم د چین له وهان ښار څخه د آلمان په لوري حرکت کړی چې پکې ۹۰ تنه آلمانان او ۴۰ تنه د نورو هیوادونو اتباع وو. ټاکل شوې چې دغه شمیر کسان به د شنبې په ماسپښین آلمان ته ورسیږي او تر رسیدو وروسته به د فرانکفورت هوايي ډګر ته نیږدې په پوځي اډو کې قرنطین کړل شي.

جرمني هم له چین څخه د خپلو اتباعو د را ایستلو له پاره یوه پوځي الوتکه لیږلي دي. انځور: picture-alliance/dpa/O. Berg

سربیره پر دې، د کرونا د ویروس د خپریدو د مخنیوي له پاره ګڼ شمیر هیوادونو چین ته او له چین څخه پر راتلونکو پروازونو ممانعت وضع کړی دی. د چین ګاونډي هیواد روسیې هم وروسته له هغې چې د کرونا د ویروس یوه پیښه یې ثبت کړه، له چین سره خپلې پولې وتړلې.

ایټالیا بیا د کرونا د ویروس د لومړنۍ پیښې تر تشخیص وروسته، پرون د جمعې په ورځ د شپږو میاشتو له پاره بیړنی روغتیايي حالت اعلان کړ چې په پایله کې به یې شاوخوا ۵ میلیونه یورو د خلکو د محافظت له پاره مصرف کړل شي. کرونا ویروس د چین په وهان ښار کې د سمندري ژویو په یوه مارکیټ کې رامنځ ته شو او په چټکۍ سره په دې ښار کې خپور شو.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب