1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په چین کې سيلابونه: ۱۶ کسان مړه او ۱۸ ورک دي

۱۴۰۱ مرداد ۲۷, پنجشنبه

د چین دولتي تلویزيون خبر ورکړی دی چې د دغه هیواد په لويديځ کې د ناڅاپي شديدو بارانونو وروسته سیلابونه راغلي او ځمکه ښوېدلې ده چې پکې ۱۶ کسان مړه او ۱۸ نور لادرکه دي.

China | Überschwmmungen in Gansu
په چین کې سيلابونه - د آرشیف انځورانځور: Chinatopix/AP/picture alliance

د اسوشېتید پریس خبري آژانس په حواله، د چین دولتي تلویزیون CCTV په یوه آنلاین خپرونه کې چې پکې ېې د سېمې د تازه وضعیت په اړه معلومات ورکول، وويل چې ژغورونکو د ماسپښين په ابتدا د ۳۶ لادرکه شوو کسانو له ډلې ۱۸ ېې موندلي دي.

سرچينې زياتې کړې چې دغه سیلابونه د چهارشنبې په شپه په چینګهای ایالت کې راغلي چې د شپږو کلیو تر ۶۰۰۰ ډېر اوسیدونکي ېې اغیزمن کړي دي.

د چين ځينې برخې د روان کال په دوبي کې د درونو ورښتونو او سيلابونو شاهد وو او نورو سېمو ېې بیا نهایت ګرمه هوا او وچکالۍ درلودلې ده. آژانس زیاته کړې، د چین حکومتي تلویزیون په دغه هیواد کې سږنۍ ګرمي او وچکالي په تیرو ۶۰ کلونو کې تر ټولو سخته بللې ده.

تیره اوونۍ د چین په جنوب غربي ایالت، سيچوآن، کې هم د یوه غرنیز سیلاب په نتیجه کې ۷ کسان مړه شوي ول.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب