1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په چین کې يوه مرموزه ناروغي او د خلکو وارخطايي

۱۳۹۸ دی ۱۷, سه‌شنبه

په چين کې د امريکا متحده ایالاتو سفارت له خوا ويل شوي چې دغه هېواد ته سفر کوونکي امريکايي اتباع دې د حيواناتو او ناروغانو سره له تماسه ډډه وکړي. ځکه چې په چين کې د سږو يوه مرموزه ناروغي په چټکۍ سره په خپريدو ده.

Coronavirus
انځور: picture-alliance/AP

دغه ويروسي ناروغي په لومړي ځل تیره اوونۍ په ووهان ښار کې چې تر ۱۱ میليونه زيات نفوس لري، رامنځته شوې وه او له هغه راهيسې یې لږ تر لږه ۵۹ قضیې ثبت شوي دي.

چينايي چارواکو د SARS  ويروس د بيرته خپريدو خبره تر هغه وروسته رد کړه چې د انترنت له لارې دا ويره خپره شوې وه چې دغه ناروغي چې يوه لسیزه مخکې یې په سلگونو کسان وژلي ول، يو وار بي پر خپريدو ده.

د امريکا سفارت ويلي دي: «پام وکړئ او د معمول احتياطي تدابير علمي کړئ.» د امريکا سفارت له خوا خلکو ته ويل شوي چې که چېرې د ووهان ښار ته تر سفر وروسته ناروغ شي نو «ډېر ژر» دې ډاکتر ته ځان ورسوي. تبه او په ساه اخيستو کې ستونزه او همدا راز په ځينو مريضانو کې د سږو زخمي کيدل یې مهم علايم دي.

د سينه بغل يا سږو د التهاب دا ناروغي په چين کې د سفرونو د موسم څخه څو اوونۍ د مخه خپره شوې ده. په چين کې د نوي لمریز کال له پېلیدو د رخصتيو پر مهال په میلیونو انسانان د بسونو، ريلونو او الوتکو له لارې سفرونه کوي.

په تايوان کې هم د دې رخصتيو په شپو او ورځو کې د خلکو د روغتيا په اړه انديښنې ډېرې شوي دي. د تایوان مرستيال لومړي وزیر د روغتيا وزارت ته په هوايي ډگرونو کې د کنترول او په دې موخه د «مناسب پلان» لارښوونه کړې ده.

په هانگ کانگ کې هم چارواکو ويلي چې ۲۱ کسان له ووهان ښار څخه تر راستنیدو وروسته د والگي په څېر ناورغۍ له کبله بستر شوي دي، خو په دغه مرموزه ناروغي یې اخته کيدل نه دي تائيد شوي. خو سربيره پر دې هم په هانگ کانگ کې اضافي احتياطي تدابير نيول شوي دي.

تبه او په ساه اخیستو کې ستونزه د دې ناروغۍ مهم علايم دي.انځور: Colourbox/Poprotskiy Alexey

د ووهان د روغتيايي چارواکو په حواله تر اوسه په دې ناروغۍ د اخته شويو ۵۹ کسانو څخه یې يو هم نه دی مړ شوی خو د اووه کسانو روغتيايي حالت د انديښنې وړ دی.

زياته شوې چې ټول ناروغان قرنطين شوي او تر اوسه د يوه انسان څخه بل ته یې د انتقال په اړه هم شواهد نه دي موندل شوي.

دا ميکروب د دسمبر د ۱۲ او ۱۹ نیټې ترمنځ د ښار د کبانو د يوه بازار د کارکوونکو په منځ کې خپور شوی وو. دغه بازار له هغه وخت راهيسې تړل شوی دی. د ووهان ښار د روغتيايي کمیسیون له خوا زياته شوې چې دا نه د مرغانو والگې، نه ميرس ويروس او نه هم سارس ويروس دی.

د روغتيا نړيوال سازمان د يکشنبې په ورځ ویلي ول: «د کبانو او نورو ژونديو حيواناتو د باراز په اړه رپوت له مخې کيدای شي دا ناروغي له ژويو سره اړیکه ولري.» زياته شوې چې سينه بغل يا د سږو التهاب د ژمي ناروغي ده او د دې د قضيو ډیروالی بايد په احتياط سره اداره شي.

نوی سارس؟

د ووهان ښار څخه د دې مرض د خپريدو خبرونه په ۲۰۰۲م کال کې د سارس د وبا ياد تازه کړ. سارس د سږو يوه سخته ناروغي ده چې د اوسني عصر د تر ټولو خطرناکو ميکروبي ناروغيو څخه يوه ده. ټولې نړۍ ته د سفر د امکاناتو له کبله په چين کې رامنځته شوې دا ناروغي په ۳۰ هېوادونو کې خپره شوې وه او تر۸۰۰۰ انسانان يې ناروغه کړي ول.

احتمالا د ناروغۍ عامل ميکروب په چين کې له حيواناتو څخه انسانانو ته انتقال شوی وو او د ټوخي او پرنجي له لارې خپور شوی وو. د سارس د هر لسم ناروغ له پاره دا مرض وژونکی ثابت شوی وو. د رسمي شميرو پر اساس دې مرض ۷۷۴ انسانان وژلي ول.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب