1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په چین کې کرونا ویروس په یوه ورځ کې ۹۷ تنه وژلي

۱۳۹۸ بهمن ۲۱, دوشنبه

په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ورځ تر بلې زیاتیږي. پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمیر تر ۴۰ زرو اوښتی دی او په یوه ورځ کې یې ۹۷ تنه وژلي دي. د روغتیا نړیوال سازمان چین ته کارپوهان استولي دي.

China Wuhan Coronavirus-Patienten in provisorischem Krankenhaus
انځور: Imago Images/Xinhua/Xiong Qi

د چين حکومت د کرونا پر ویروس د اخته کسانو او قربانیانو په اړه نوي شمیرې خپرې کړي دي. د آلمان د ۱ تلویزونې شبکې اړوند د «ټاګس شاو» انټرنټ پاڼې د چینایي چارواکو له خوا نویو خپاره شویو ارقامو ته لنډه کتنه کړې ده.

د دغو شمیرو پر بنسټ په چين کې پر دې ویروس د اخته کسانو شمیر تر ۴۰ زرو کسانو لوړ شوی دی. د یکشنبې په ورځ (د فبرورۍ میاشتې ۹) ۹۷ تنو پر کرونا ویروس د اخته کیدو په پایله کې د نتفسي ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په دې توګه نو په چين کې د کرونا ویروس له امله د قربانیانو شمیر ۹۰۸ تنو ته رسیدلی دی.

د دغې ناروغۍ له امله د قربانیانو لویه برخه د چين د هوبئ ایالت پورې تعلق لري. د بیلګې په توګه ۹۱ تنه د هغو ۹۷ تنو له جملې څخه چې تیره ورځ یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، د چین د هوبئ ایالت اوسیدونکي ول.

د چين د روغتیایي چارواکو په حواله د یکشنبې ورځې تر پایه پورې پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمیر ۴۰۱۷۱ تنو ته رسیدلی وو.

له دې سره یوازې په تیره اونۍ کې د دغې ناروغۍ له امله د تلفاتو شمیر په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ م کلونو کې د سارس ناروغۍ له قربانیانو هم لوړ شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان کارپوهان او د کرونا ویروس

په همدې ترڅ کې د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان د کرونا ویروس له امله د تنفسي ناروغۍ سره د مقابلې له پاره د کارپوهانو او متخصصینو یوه ډله چين ته استولې ده. په پام کې ده چې دغه متخصصين به له چینایي مسئولینو سره د کرونا ویروس د پراخید د مخنيوي او د درملنې په برخه کې همکاري وکړي.

د چين دولتي خبري آژانس «شين هوا» اعلان کړی دی چې د کرونا ویروس سره د مقابلې له پاره ۶۲۰۰ تنه متخصصين اوهان ښار ته رسیدلي دي. ویل کیږي چې د چين حکومت د دغو کارپوهانو د انتقالولو له پاره ۴۷ الوتکې ځانګړې کړي دي.

همدارنګه د چين مرکزي بانک د دې ناروغۍ د پراخیدو د مخنيوي او مقابلې له پاره د ۳۹ میلیارده یورو معادل بودیجه پیش بیني کړې ده. ټاکل شوې چې دغه پیسې به هغو شرکتونو ته په اختیار کې ورکړل شي، چې د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې فعالیت کوي. زیاته شوې چې د دغو پیسو یوه برخه به د چین په لسو ایالتونو کې هغو بانکونو او مالي موسساتو ته هم ورکړل شي چې د کورونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې فعاله دي.

دویچه ویله: ش.ن/م .ج

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب