1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ډنمارک کې د «نقاب» یا چادري د بنديز پر ضد لاریون

۱۳۹۷ مرداد ۱۱, پنجشنبه

فعالانو په ډنمارک کې په بشپړه توګه د مخ پر پټولو بندیز غندلی او ویلې یي دي چې دغه قانون په غیر منصفانه توګه یوازې مسلمانانو ته متوجه دی او په دغه هیواد کې د مهاجرت ضد روحیه تشویقوي.

Dänemark Protest gegen Burkaverbot in Kopenhagen
انځور: picture-alliance/NurPhoto/A. Klug

د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د اګست لومړۍ نیټه) د ډنمارک په پلازمینه کوپنهاګن او آغوس ښارونو کې شاو او خوا ۱۳۰۰ ډنمارکیانو په بشپړه توګه د مخ پر پټولو د بندیز پر خلاف احتجاج وکړ. دغه قانون د اګست له لومړۍ نیټې څخه په ډنمارک کې نافذ شو. د فعالانو په خبره حکومت په دې اقدام سره د ښځو په دې حق کې مداخله کړې چې پخپله خوښه څه ډول کالي اغوستل غواړي.

دغه قانون د ډنمارک پارلمان په می میاشتې کې تصویب کړ، خو د قانون پلویان دا تصور ردوي چې ګنې دغه قانون پر مذهبي کالیو باندې د بندیز په معنی دی.

په کوپنهاګن کې احتجاج کوونکو نقابونه اغوستي ول چې د سترګو پرته د انسان ټول بدن پوښي. لاریون کوونکو له مرکزي ناحیې نوریبرو څخه د بیلاهویي د پولیسو تر مرکزه مارش وکړ او هلته یې یو انساني زنځیر جوړ کړی.

لاریون درې ساعته دوام وکړ. په احتجاج کوونکو کې مسلمانو او غیرمسلمانو ډنمارکیانو ګډون کړی وو. هغوی «زموږ په کوڅو کې راسیستان ځای نه لري» او «زما ژوند او زما خوښه» په څیر شعارونه ورکول.

۲۱ کلنه زبینا، چې محصله ده او نه یي غوښتل خپل بشپړ نوم واخلي په دغه مارش کې نقاب اغوستی وو. هغې د رویټرز خبري آژانس ته وویل چې ولې د دغه قانون پر ضد ده: «موږ اړتیا لرو څو حکومت ته داسې زیګنال واستوو چې نه غواړو هغه تبعیض او قانون ته تابع شو چې په ځانګړې توګه د یوه مذهب لږکي په نخښه کوي.»

مسلمانان د ډنمارک د ۵،۷ میلیونه نفوس پنځه سلنه برخه جوړوي. زبینا د هغو ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰ مسلمانو ښځو په ډله کې ده چې نقاب یا برقع اغوندي او په مستقیمه توګه له دغه بندیز څخه اغیزمنه ده.

د نوي قانون له مخې پولیس کولای شي ښځو ته دا امر وکړي چې خپل نقاب لیرې کړي او یا له عامه ځایونو څخه ولاړه شي. همداشان ښځي کیدای شي په لومړي سر کې ۱۰۰۰ کرونه (شا او خوا ۱۶۰ یورو) جریمه شي او د څلورم ځل له پاره د جریمه کیدو په صورت کې تر لسو زرو ډنمارکي کرونو ورسیږي.

د ډنمارکي چارواکو په وینا دغه جریمه پر هغو ښځو نه تطبیقیږي، چې د تیرې ورځې په احتجاجونو کې یې نقاب یا برقع اغوستي وه، ځکه چې له نقاب یا چادري څخه په مشخصو مواردو کې استفاده لکه د بیان د آزادۍ تمرین او یا هم د یوه سوله ایز لاریون د برخې په توګه له دغه قانون څخه مستثنی دي.

د بخښنې نړیوال سازمان څه وايي؟

انتقاد کوونکي دغه قانون ته د مهاجرت ضد روحیې د تشویقولو په سترګه ګوري، ځکه چې په خبره یې ډیر کم شمیر مسلمانې ښځې په ډنمارک کې په بشپړه توګه خپل مخ پټوي.

د اروپا له پاره د بخښنې د نړیوال سازمان مرستیال مشر فوتس فیلیپو، وایي: «که چیرې د دې قانون مقصد د ښځو د حقونو ساتنه وي، نو دا په مطلق ډول ناکام شوی.»

خو د دغه قانون پلویان بیا استدلال کوي چې دغه بندیز په ډنمارکي ټولنه کې د مسلمانانو ښه ادغام ته لاره برابروي.

په بشپړه توګه د مخ ټولو پر ضد د قانون په وضع کولو سره ډنمارک د اتریش، بیلجیم، هالنډ، بلغاریا، د آلمان بایرن ایالت او همداشان د فرانسې هیوادونو په نوملړ کې وراضافه شوی، چې لا تر مخه یې دغه ډول قانون نافذ کړی دی.

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب