1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

په ژوب کې نښته شوې؛ يو پاکستاني عسکر او یو وسلوال وژل شوي

۱۴۰۱ دی ۴, یکشنبه

د پاکستان پوځ د يکشنبې په ورځ وويل چې په ژوب سیمه کې په يوه وسلواله نښته کې د پوځ یو عسکر او یو وسلوال وژل شوي دي. د پوځ په اعلامیه کې ويل شوي چې یو شمیر عسکر ټپیان شوي هم دي.

د آرشیف انځور - د پاکستان د خیبر پښتونخوا په بنو کې د دسمبر په ۲۰ مه د پاکستاني طالبانو له خوا د پولیسو په یوه مرکز کې د یرغمل نېونې پر وخت په لارو کې ولاړ امنيتي ځواکونه
د آرشیف انځور - د پاکستان د خیبر پښتونخوا په بنو کې د دسمبر په ۲۰ مه د پاکستاني طالبانو له خوا د پولیسو په یوه مرکز کې د یرغمل نېونې پر وخت په لارو کې ولاړ امنيتي ځواکونهانځور: Muhammad Hasib/AP Photo/picture alliance

د اسوشتید پریس د رپوټ په حواله، د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې دغه نښته شپې د بلوچستان ایالت د ژوب په سمبزا سیمه کې وروسته له هغې رامنځ ته شوه چې يوې وسلوالې ډلې غوښتل د نښتې له پاره د پاکستان شمال لويديځ ته داخله شي.

د وسلوالو په برید کې اتو پاکستاني پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

زیاته شوې چې د ډزو په تبادله کې د پوځ دوه سرتيري ټپيان شوي هم دي. اعلامیه وايي، دغه سیمه د استخباراتي رپوټونو پر اساس له څو ورځو راهيسې تر نظارت لاندې وه. په یادو رپوټونو کې ويل شوي وو چې وسلوال د پاکستان پر امنيتي ځواکونو او ملکيانو د بریدونه په موخه پر دغې لارې سيمه ته داخلیږي.

تحريک طالبان پاکستان (TTP) چې پر پاکستاني طالبانو هم ياديږي، تېره میاشت ېې حکومت سره د اوربند د پای اعلان وکړ چې ورسره ېې پر امنيتي ځواکونو خپلې حملې ډيرې کړي دي.

د پاکستان پوځ د پنځو وسله والو او یوه سرتيري د وژل کیدو خبر ورکړی

پاکستاني طالبان له افغان طالبانو جلا ډله ده، چې په افغانستان کې د افغان طالبانو تر واکمنېدو وروسته ېې خپل وسلوال فعالیتونه ډير کړي دي. د اوربند د پای تر اعلان وروسته، پاکستاني طالبانو د پاکستان پر امنيتي ځواکونو څو خونړي بریدونه کړي.

پاکستان په کراتو ادعا کړې چې اورپکي دغه بریدونه د افغانستان په خاوره کې تنظميوي، خو افغان طالبان ېې ردوي.

mks/aa/(AP)

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل