په کابل ښار کې د یوه ماین چاودنې مرګ ژوبله واړوله
۱۳۹۸ آذر ۲۸, پنجشنبهپه کابل کې د اسوشتيد پريس خبري آژانس د پولیسو د يوه ویاند له قوله ليکي چې دغه چاودنه د پنجشنبې په ورځ (د دسمبر ۱۹مه) پر يو شخصي موټر د مقناطيسی ماين چې چسپکي ماين هم ورته وايي، د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.
په پيښه کې يو ملکي کس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي. تر اوسه هيڅ چا او هيڅ ډلې د دغه بريد مسئوليت پر غاړه نه دی اخیستی او دا هم نه ده روښانه چې دغه شخصي موټر په څه دليل د بمي بريد هدف ګرځيدلی دی.
د افغانستان پلازمينه کابل، په پرله پسې توګه د چاودنو او وسلوالو بريدونو شاهده وي. تر دې وړاندې په دغه ښار کې د ترسره شوو بريدونو او چاودنو مسئوليت طالبانو او داعش ډلې له خوا منل شوي دي.
په دې منځ کې ډيری وخت له چاوديدونکو موادو او يا هم له چسپکي ماينونو څخه استفاده شوې ده.
د پوليسو د يوه ویاند فردوس فرامرز په خبره، چاودنه د کابل ښار په لويديځ کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې د پښې قربانيان يوه مارکيټ ته په لاره ول.