په کابل کي بيا د ايران پر ضد مظاهره وسوه
۱۳۸۹ دی ۲۳, پنجشنبه
په هغه شعارونو کي چي ددغو لاريون کونکو په خپلو لاسونو کي داسي شعارونه ليږدول چي پر کښل سوې، مړ دي وي د ايران رژيم او هغه څوک چي په افغانستان کي ايران ته جاسوسي کوي.
لاريون کونکو په کابل کي د ايران سفارت مخ ته د ايران د مذهبي رهبر آيت الله خامنه اي او جمهورريس محمود احمدي نژاد عکسونو ته اور واچوی.لاريون کونکو د سفارت دروازه په ډبرو، لرګو او هګیو ويشتله.
د مظاهره کونکو په خبره د ژمي په دې موسم کي پر تيلو باندي بنديز لګول افغانان د سختو ستونزو سره مخا مخ کړي دي.
هغوی پر افغان حکومت باندي نیوکي کولې چي د ولسمشر کرزي د مرستيال د سفر سره سره بيا هم دغه ستونزه حل نه سوه.
« زموږ حکومت ولي د ايران ددې عمل په وړاندي بې تفاوتي ښودلې. هغه وخت چي د هيواد جمهورريس او شاوخوا انډيوالان يې ددې خونخواره رژيم طرفداره وي او هغه وخت چي په پارلمان کي د ايران جاسوسان ناست وي نو طبعاً به د هغو دداسي کړنو په وړاندي غلی وي.»
شاوخوا يوه ميشات کيږي چي ايران افغانستان ته پر تيلو باندي بنديز لګولی او د افغانستان سره په سرحد کي يې د افغاني سوداګرو شاوخوا ۲۰۰۰ ټانکره تيل درولي دي.
د راپورونو له مخه د ايران حکومت په دې خاطر افغانستان ته د تيلو پر صادراتو بنديز لګولی چي ګواکي ددغو تيلو څخه بهرني عسکر ګټه اخلي.
خو د افغانستان د سوداګرۍ خونو د ايران دا خبره رد کړې ده او وايي چي بهرني ځواکونو د ځان د پاره ډير باکيفيته تيل را وړي.
دغه راز لاريون کونکو د هغو کسانو عکسونه د ځان سره ليږدول چي په دې وروستيو کي د افغاني تلويزيوني چينلونو لخوا د هغوی جسدونه ښکار سوي چي په سرحد کي د ايراني پوليسو لخوا ويشتل سوي.
د هغه وخت راهيسي چي افغانستان ته پر تيلو باندي بنديز لګول سوی دا څلورم لاريون و چي د ايران پرضد تر سره سوو.
حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل