په کابل کي د جنگ او کوکنار د بندولو نوې شورا جوړه سوه
۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۰, سهشنبهپه سمدلاسه توګه په دغه شورا کي د 34 ولایاتو د هرولایت څخه پنځلس پنځلس قومي مشران د نورو په استازیتوب راټول سوي او په ولسي دود سره غواړي اوسنیو جنګي ناخوالو ته د پای ټکی کښيږدي.
د شورا په طرحه کي د کوکنارو د کښت د بندولو او همدارنګه په ضمانتونو سره د بندیانو د خوشي کولو خبره هم شامله ده. د جهاني اتقاق د شورا مشر وايي چي ، په توپ او توپک سره افغاني جنګي لانجه حل نه سوه. نړیوالي ټولني هم منډي ترړي وکړې خو کومي پایلي ته ونه رسېدل:
« زموږطرحه په ولسی دود او دستور سره د ولسونو پوهول او د سولي د پروسې سره د هغوی په یوځای کیدو سره د یوې ستري ولسي جبهې جوړول دي.»
د شورا مشر ډاډ ورکړ چي ولایت په ولایت او کلي په کلي به د هیواد په ګوټ ګوټ کي څه د پاسه څلورمیلیونه کسان ددې سوله يیز پروګرام څخه خبرکړي دي او دا چي ټولو ورته د همکارۍ ټټروهلی دی.
د جهاني اتفاق د شوراغړی او د ننګرهارد ولایت اوسیدونکی محمدګل شینواری وویل چی دولت د سولی د ټینګیدو او د کوکنارو د کښت په مخنیوی کي پاته راغلئ خو اوس د ولسونو وار دی، چي دې اسلامی او انساني کار ته راوړاندي سي.
د کندهار ولایت قومي مشر محمدخان چي د شورا په یوه غونډه کي يې خبري کولې خبرداری ورکړی چي کولای سي د جنګ او کوکنارو د بندولو ه لپاره خپل ولسی اثر ورسوخ په کارواچوي.
د یادوني وړ ده چي د دې شورا څخه هم افغان دولت او هم په افغانستان کی ښکیلي نړیوالي ټولني خپل ملاتړڅرګن کړی دی او د ولس پریکړوته په درناوي سره يې د دغه شورا د تګ لاري ستاینه کړې ده.
جمال کوټوال / کابل
کتونکی: احمدولي اڅکزی