1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي د سپو جنګولو لوبي

۱۳۸۹ اسفند ۳, سه‌شنبه

په افغانستان کي د سپو جنګول، يو تفريحی لوبه ده او ددغه هيواد په يو شمېر ولايتونو لکه کندهار، هلمند، کابل، او يو شمېر شمالي ولايتونو کي تر سره کيږي.

په انځور کښي په کابل کي د سپو نجګولو يو ميدان معلوميږي چي ډيری افغانان يې نندارې ته راټول سوي
په انځور کښي په کابل کي د سپو نجګولو يو ميدان معلوميږي چي ډيری افغانان يې نندارې ته راټول سويانځور: AP

ډيری افغانان د سپو جنګول ښه کار نه بولي. خو داسي کسان سته چي هر وخت نندارې ته ورځي.انځور: AP

په انځور کي هغه سپی معلوميږي چي د جنگ په ميدان کي مسابقې ته چمتو ولاړ دی.جنګي سپي ډير قوي وي. ځني وختونه هغه بايد په دوو نفرو کنترول سي.انځور: AP

هغه وخت چي سپيان ډير هيجاني سي او بل په غاښو سره څيري ، د هغوی خاوندان تلاښ کوي چي هغوی د ټپي کيدو څخه و ساتي او سره خلاص يې کړي.انځور: AP

د سپو په ميدان کي يې بايد خاوندان ورسره وي، ځکه د ډير ټپي کيدو په صورت کي يې بايد سرخلاص کړيانځور: AP

ددې سره سره چي سپي بايد په نس ماړه وي ، خاوندان يې کوښښ کوي چي هغوی سينګار هم کړي او په دې ځني وختونه د مختلفو رنگونو څخه کار اخليانځور: AP

جنگي سپي چي د مسابقې د پاره ډير وخت تياريږي ، په هغه اندازه قوي وي چي يو نفر يې کنترولولای نسي.انځور: AP

د سپي خاوند دې ته منتظر دی ،چي نوبت يې ورسيږي او سپی يې د جنگ ميدان ته ورداخل سي.انځور: AP

سپی چي په ميدان کي بگېل سي بيا نو د خاوند له خوا پر اوږو د مسابقې د ميدان څخه ايستل کيږي.انځور: AP
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب