[No title]
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه:
په کابل کي د نن ورځي د ستر لاريون انځورونه
د چهارشنبې په ورځ په زرونو کسانو د ارگ مخې ته لاریون وکړ. احتجاج کوونکو د لارو د امنیت ټینگښت او له انسانانو د سرونو پریکولو عاملانو ته د سزا ورکولو غوښتنه کوله.
انځور: DW/H. Siratد چهارشنبې د ورځې لاریون د کابل له لویدځي څنډي پیل شو او احتجاج کوونکو د ارگ تر دروازې پوري لاریون وکړ.
انځور: DW/H. Siratاحتجاج کوونکو د اوو تنو جسدونه چې سرونه یې پرې شوي وو له ځانه سره لیږدول او ویل یې چې دغه جسدونه د ارگ دروازې مخې ته ږدي، څو یې غوښتني ومنل شي.
انځور: DW/H. Siratد دغو اوو قربانیانو په منځ کې یوه نهه کلنه نجلۍ ده چې تابوت یې د ښځو له خوا انتقالیده.
انځور: DW/H. Siratپه دغه لاریون کې ډیرو ښځو هم برخه درلوده. د ترهگرو له لوري د یوې ماشومې او د دوو ښځو په شمول د دغو اوو کسانو سر پریکولو پیښې د افغانستان خلکو ته ټکان ورکړی دی.
انځور: DW/H. Siratد احتجاج کوونکو شمیر زیات وو او د ارگ تر خولې پورې لاریون سوله ییز وو. د ارگ دروازې مخې ته پولیسو پر دیوال د خلکو د ختلو د مخنیوي له پاره هوایي ډزې وکړې.
انځور: DW/H. Siratد چهارشنبې د ورځې د لاریون زیاتره گډونوال ځوانان وو. د پارلمان یو شمیر استازو چې له بیلابیلو قومونو سره تړاو درلود هم له لاریون سره یو ځای شول.
انځور: DW/H. Siratاحتجاج کوونکو د یوه پریکړه لیک په خپرولو سره د لارو د امنیت د ټینگښت غوښتنه وکړه، څو دغسې پیښې تکرار نه شي.
انځور: DW/H. Siratد لاریون گډوانوالو د خلکو له بیلابیلو قشرونو سره تړاو درلود.
انځور: DW/H. Siratاحتجاج کوونکو پر حکومتي چارواکو نیوکه کوله چې د دغو برمته شوو کسانو د ازادولو له پاره یې څه و نه کړل.
انځور: DW/H. Siratد ښځو شمیر په لاریون کې ډیر وو او د یوې نهه کلنۍ نجلۍ تابوت د ښځو له خوا انتقالیده او نارينه وو ته یې د هغې د انتقالولو اجازه ور نه کړه.
انځور: DW/H. Siratد دغو کسانو جسدونه تیره شپه له غزني ولایت څخه کابل ته یوړل شو او خلکو د شپې له خو د تابتونو تر څنگ شمان بل کړي او غمرشريکي یې وکړه.
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar