1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي د ځان وژونکو بريدونو له امله درنه مرګ ژوبله

۱۳۸۷ بهمن ۲۳, چهارشنبه

د کابل ښا ر په درو بيلابيلو برخو کي چاودنو او ځان وژونکو بريدونو د هيواد مرکز سخت وارخطا کړي او هيڅ څوک نه پوهيدل چي څه روان دي هري خواته پوليس له درنو وسلو سره تر سترګو کيدل او ډيري لاري تړلې وې.

په کابل کې د عدليې وزارت مخکې ته افغان پوليس
په کابل کې د عدليې وزارت مخکې ته افغان پوليسانځور: AP

لمړى ځان وژونکي بريد د سهار په نهو بجو او ديرشو دقيقو د خيرخانې د لب جر په سيمه کې خراسان هوټل ته څيرمه د محبوسينو په رياست تر سره شو ، په دغه بريد کې د عيني شاهدانو په وينا دوه تنه چې کلاشينکوف ماشينګڼې ورسره وو د رياست په ساتونکو له ډزو کولو وروسته ودانۍ ته ننوتل او د ننه په ودانۍ کې يي ځانونه والوزول د پيښې له امله د ودانۍ يوه برخه ډيره زيانمنه شوې او د ټولې ودانۍ شيشې او کړکۍ ماتې شوي د محبوسينو دوسيي او اسنادونه هرې خواته خواره شوي ؤ.

دويم بريد کوونکى هغه مهال د پوليسو په ډزو ووژل شو چې د ملک اصغر په څلور لاري کې د پوهنې وزارت يي په نښه کړى ؤ کله چې پوليس په ځان وژونکى شکمن شو د متقابلو ډزو له امله ووژل شو او جسد يي د څو ساعتونو لپاره په څلور لاري کې پروت ؤ.


دريم بريد چې د څو ساعتونو لپاره يي دوام وکړ د عدليي په وزارت تر سره شو د امنيتي کسانو په وينا چې له مرکې څخه يي ډډې کولې څلور تنه ځان وژونکي د وزارت په ساتونکو له ډزو وروسته د وزارت ودانۍ ته ننوتل او غوښتل يي چې د ننه په وزارت کې ځان وژونکي بريدونه تر سره کړي. يو تن ځان وژونکى د ودانۍ پاسنى پوړ ته ختلى ؤ. د يو ساعت په اوږدو کې د پوليس، اردو او د آيساف ځواکونو ودانۍ يي کلابنده کړه او ودانۍ ته د ننوتلو هڅې پيل شوې.

افغان پوليس هڅه کوي، تر څو د عدليې وزارت ودانۍ ته ننوزيانځور: AP

د وزارت له ودانۍ څخه د څو ساعتونو لپاره د ډزو او چاودنو غږونه اوريدل کيدل. تر څو ورسته له غرمې امنيتي ځواکونه وتوانيدل د ودانۍ کنترول تر لاسه کړي.

په يادو شويو پيښو کې د چارواکو او عيني شاهدانو په وينا اوه تنه ځان وژونکي بريد کوونکي له منځه تللي او د دريو واړو پيښو له امله څه ناڅه اتيا تنه ټپيان او وژل شوي دي.

د روغتيا وزارت وياند ډاکتر عبداله فهيم دويچه ويلې ته د ټيليفون په کرښه وويل چې ملکي روغتونونو ته 54 تنه ټپيان او 19 تنه وژل شوي ملکي کسان ليږدول شوي دي .
د پيښې مسووليت طالبانو په غاړه اخيستى . همدارنګه د طالبانو وياند رسنيو ته ويلې چې د دوى ځانګړي بريد کوونکي کابل ښارته ننوتي په دې هکله د کورنيو چارو وزارت وياند زمرى بشري وايي چې د دوى ځواکونه دا وړتيا لري چي د بريد کوونکو مخه ونيسي.

د پيښې څو تنه عيني شاهدان دويچه ويلې ته وويل چې دوى له دولت څخه غواړي تر څو دولتي ادارې له هستوګنو سيمو څخه وباسي.

د يادونې وړ ده چې د کابل په ښارکې دا تر ټولو پراخ بريد ؤ چې له امله يي د کابل ښاريان ډير ويريدلي او په ټول ښار کې د ډار او ويرې فضا خپره شوې وه .

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب