1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

«په کابل کي پر روغتون بريدگر د ميندو په مرگ پسې راغلي ول»

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۶, جمعه

د بې سرحده ډاکټرانو سازمان ويلي دي چي هغو وسله والو چي په کابل کي يې پر روغتون باندي يرغل وکړ، د دغه روغتون د زېږنتون په څانگه کي د «ميندو په وژلو» پسې ورغلي ول. دغه سازمان د ياد روغتون نسايي ولادي څانگه پرمخ وړي.

Afghanistan Kabul Angriff auf Geburtsklinik
انځور: Reuters

د کابل په دشت برچي سيمه کي د سل بستريز روغتون د زېږنتون پر څانگه باندي د تيري سه شنې په ورځ وسله والو کسانو يرغل وکړ او د ښځو، نوو زېږېدلو ماشومانو، ميندو او قابله گانو په گډون ئې ۲۴ کسان ووژل.

د دغه بريد مسئوليت تر اوسه پوري هيچا منلی نه دی، خو افغان حکومت ئې پړه پر وسله والو طالبانو او امريکا متحده ايالاتو بيا پر داعش اچولې ده.

د بې سرحده ډاکټرانو سازمان د افغانستان د برخي مشر فردريک بونوت چي تر بريد يوه ورځ وروسته روغتون ته ورغلی دی، ويلي دي: «هغه څه چي ما د دغه روغتون د زېږنتون په څانگه کي وليدل، دا ښيي چي دا پر ميندو باندي هدفمند يرغل وو.»

هغه زياته کړه ده: «هغوی (بريدگر) د زېږنتون خونو ته ورغلي او ښځي ئې په خپلو بسترونو کي ويشتلي دي. دغه فيرونه ميتودي ول.»

د بې سرحده ډاکټرو د افغانستان د څانگي مشر ويلي دي: «دېوالونه په مرميو غار غار، په اتاقونو کي ويني جاري او نقليه وسايط سوځول سوي او کړکۍ ماتي سوي دي.»

ياد سازمان چي د کابل په دشت برچي سیمه کي د سل بستريز روغتون د زېږنتون چاري پر مخ وړي، په اعلاميه کي ويلي دي چي د بريد پرمهال ۲۶ ميندي تر مراقبت لاندي وي.

له دوی څخه ۱۱ تنې ئې وژل سوي دي چي درې تنې ئې د ولادت په اتاق کي له خپلو نوو زېږېدلو ماشومانو سره وې. د دغو ميندو پنځه تنې ټپياني سوي دي او په لسونو نور د چاودني ضد خوني ته پناه وړې وه.

د بې سرحده ډاکټرانو سازمان ويلي دي چي بريدکوونکي د عمومي دروازې له لاري روغتون ته ننوتلي او مخامخ د روغتون د زېږنتون څانگي ته تللي دي.

بونوت ويلي دي: «هغوی (بريدگر) راغلي ول چي ميندي ووژني.» هغه زياته کړې ده: «دغه هيواد د ډيرو وحشتناکو پيښو شاهد دی، خو هغه څه چي د سه شنبې په ورځ پيښ سوي دي، په الفاظو نه سي بيانيدلای.»

افغان چارواکو ويلي دي چي پر روغتون باندي يرغل کوونکي درې کسان ول چي د اوږدو تصفيوي عملياتو پرمهال ووژل سول.

وسله والو طالبانو په دغه بريد کي لاس لرل رد کړي دي او داعش ئې مسئوليت پرغاړه نه دی اخيتسی، خو د افغانستان له پاره د امريکا متحده ايالاتو ځانگړي استازي زلمي خليلزاد په يوه تويت کي ویلي دي چي د دوی د ارزونو له مخي د دغه بريد مسئولیت د داعش ډلي پرغاړه دی.

خليلزاد په تويتر کي ليکلي دي چي داعش «د افغانستان د اسلامي جمهوريت او طالبانو تر منځ د سولي د يوه تړون مخالفت کوي، او هڅه کوي چي د عراق او سوريې په څير فرقوي جگړه وپاروي».

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل