1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي پر سېرېنا هوټل باندي حمله سوې ده

۱۳۸۶ دی ۲۵, سه‌شنبه

په افغانستان کي پر سېرېنا هوټل باندي د طالب ياغيانو په يوه حمله کي د رسمي ارقامو پر اساس لږ تر لږه اوه کسان وژل سوي ...

کابل
کابلانځور: DPA

او ډير نور ټپيان سوي هم دي . د امنيتي قواوو د معلوماتو پر اساس ، ډيرو وسله والو کسانو د هوټل پر دروازه باندي لاسي بمونه وروغورځول .د برید کونکو څخه يو تن يې بم وچاودی ،او ځان يې هوا ته والوزاوه .

پدې ترځ کي د پوليسو لخوا څلور تنه شکمن کسان نيول سوي دي . ويل کيږی چي يو د هغوڅخه یې هغه شکمن ځان وژونکی دی،چي بم يې ونه چاودی .

د بريد پر وخت د ناروې د خارجه چارو وزير يوناس ګار سټيوره هم په دغه هوټل کي ؤ ، خو دده د وياندي د معلوماتو سره سم ،هغه ندی زخمي سوی .

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب