په کابل کي ځانمرگي بريد ۱۴ کسان ووژل
۱۳۹۲ خرداد ۲۱, سهشنبهچارواکو ویلي دي چې د پېښي ټول قربانیان ملکي وگړي دي چې په خبره يې ښځې او ماشومان هم پکښې شامل دي. چاودنه په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت ته نزدې رامنځ ته شوې ده.
د کابل د پولیسو یوه چارواکي جنرال محمد ظاهر، ویلي دي چې پېښه پر سیمه ییز وخت د مازيگر د څلورو بجو په شاوخوا کې رامنځ ته شوه. هغه وویل چې په دغه وخت کې د سترې محکمې مامورین د خپلو کورونو په لور روان ول.
ظاهر د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «یوه ځانمرگي برید کوونکي یو کاستر ډوله موټر په نخښه کړی دی چې له کبله يې ډیر زیات ملکي تلفات رامنځ ته شوي دي. زه اوس د پېښې په سیمه کې یم او نه شم کولای چې ډیري خبري وکړم.»
ظاهر پر دې خبره ټینگار وکړ چې د پېښې ټول قربانیان ملکي وگړي دي چې ښځې او ماشومان هم پکښې شامل دي. هغه زیاته کړه: «چاونې ۱۴ کسان وژلي او ۳۸ تنه نور یې ټپیان کړي دي. چاودنه د یوه موټر بم په واسطه رامنځ ته شوې ده چې د سترې محکمې له یوه کاستر ډوله موټر سره جنگیدلی دی.»
طالبانو د دغه برید پړه پرغاړه اخیسته ده او ویلي یې دي چه دغه بريد يې د افغانستان د قضایي سیستم کارکوونکو ته د جزا ورکوولو په موخه ترسره کړی دی. دغي ډلې په یوه بیانيه کې چې رسنیو ته یې استولې ده ویلي دي «ځکه يې د سترې محکمې پر کار کوونکو باندي برید وکړ، چې افغان قاضیان، طالب جنگیالیو ته سختي سزاوي ورکوي».
په روانه میاشت کې طالبانو پر کابل باندي خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. د دوشنبې په ورځ هم هغوی د دغه ولایت پر هوایي ډگر باندې یو وسله وال برید وکړ، چې پکښې له اوو تنو برید کوونکو ماسوا څوک نه وو وژل شوي.
په کابل کې د سه شنبې د ورځې ترسره شوی برید پر دغه ښار باندي د می میاشتې له ۱۶ نیټې راهیسې تر ټولو خونړی برید وو. په دې نیټه هم طالبانو په کابل کې یو ځانمرگی برید ترسره کړ، چې په پایله کې یې د پنځو تنو امریکایانو په گډون ۱۵ کسان ووژل شول.
دا په داسې حال کې ده چې د سه شنبې په ورځ په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د دفتر مشر جان کوبيز ویلي دي، چې طالبانو له دې سره لیوالتیا ښوولې ده چې د افغانستان په جگړه کې د ملکي تلفاتو د راکمیدو په اړه له دوی سره خبري اتري وکړي.
کوبيز ویلي دي چې هغه دا خبره تاییدولای شي چې د ځینو ارتباطي چینلونو له لارې ېې په دې اړه د طالبانو مثبت ځواب تر لاسه کړی دی چې دغه ډله غواړي د افغانستان په جگړه کې د ملکي تلفاتو د راکمیدو په اړه له دوی سره خبري اتري وکړي.