1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي چاودنه: چين د خپلو اتباعو د ساتني غوښتنه کوي

نجيب الله زيارمل رويترز، د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۴ دی ۳۰, سه‌شنبه

په کابل کي په چينايي رستورانت کي د چاودني مسئوليت داعش ډلي پر غاړه اخيستی دی. تر دې چاودنې وروسته چين د طالبانو له ادارې څخه د خپلو اتباعو د حفاظت غوښتنه کړې ده.

په کابل کي د چاودني په سيمه کي يو طالب سيمي ته موټر نه پرېږ
په کابل کي د چاودني په سيمه کي يو طالب سيمي ته موټر نه پرېږانځور: AFP

په کابل کي د طالبانو د پوليسو وياند خالد ځدران وويل چي چاودنه د کابل په سوداګريزه سيمه «شهر نو» کي چیري چي دفترونه، سوداګريز مارکيټونه او سفارتونه دي، سوې ده. ياده سيمه په دغه ښار کي يوه له خوندي ځايونو څخه ګڼل کيږي.د چارواکو په خبره په دغه پيښه کي يو چينايي او شپږ افغانان وژل سوی او څو نور ټپيان سوي دي.

د دغه بريد پړه د «اسلامي ډلي» (داعش) د افغانستان څانګي پرغاړه اخيستې ده او په يوه بيان کي يې ويلي دي چي بريد يوه ځانمرګي بريدګر ګړی دی.

ځدران وويل، دغه رستورانت چي د چينايي مسلمانانو ټولني ته خدمت کوي، د يوه مسلمان چينايي عبدالمجيد، د هغه مېرمن او يوه افغان ملګري عبدالجبار محمود په ګډه چلاوه.

هغه وويل: «د چاودني نوعيت تر اوسه پوري معلوم نه دی او په اړه يې څېړني رواني دي.»

ځدران زياته کړه، يو چينايي تبعه چي د ايوب په نوم معرفي سوی دی او شپږ افغانان د رستونرانت پخلنځي ته نږدې په چاودنه کي وژل سوي دي او څو نور کسان ټپيان سوي دي.

اعماق خبري آژانس ويلي دي چي د داعش داخلي څانګي چينايي اتباع خپل هدف ګرځولي دي او «د چين حکومت له خوا له اويغورانو سره مخ پر زياتېدونکي جناياتو» ته يې اشاره کړې ده.

د بشري حقونو ډلي، بيجيتګ له اويغورانو سره په پراخه کچه ناوړه ګټه اخيستني تورنوي. د مسلمانانو دغه قومي ډله چي شمېر يې شاوخوا ۱۰ ميليونه ګڼل کيږي د چين په ليري لوېديځ سينګيانګ سيمه کي ژوند کوي.

بيجينګ هر ډول ناوړه ګټه اخيستنه ردوي او لوېديځ هيوادونه يې په لاسوهنه او دروغو خپرولو تورن کړي دي.

چين د چاودني جزئيات بررسي کوي

د کابل په دې چاودنه کې پنځه چينايي وګړي ټپيان سوي هم دي.

د چين د بهرنیو چارو وزارت وياند ګيو جياکون، د سې شنبې په ورځ په خپل ورځني خبري کنفرانس کې له طالب چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې د چينايي ټپيانو د درملنې په برخه کې دې له هیڅ ډول هلو ځلو دريغ نه کوي.

نوموړي زياته کړې چې چین له طالبانو غوښتنه کړې ده چې د چينايي وګړو او چينايي پانګونو د امنيت د ساتنې په موخه دې اغیزناک ګامونه پورته کړي او د دې پېښې څیړنه دې وکړي.

د چين دولتي رسنيو د سې شنبې په ورځ وويل چي دغه هيواد د چاودني په اړه معلومات نه لري او اوس يې جزئيات بررسي کوي.

د چين رسمي خبري آژانس سينهوا وويل چي په دغه چاودنه کي د چين يو بل تبعه سخت ټپي سوی دی.

ګلوبال ټايمز ورځپاڼي ويلي دي چي د چين سفارت هم له افغان چارواکو څخه غوښتي دي چي د چاودني په اړه تحقيقات وکړي.

په هغو ويډيوګانو کي چي د دوشنبې په ورځ په ټولنيزو رسنيو کي خپرې سوي دي، پکښې ښکاري چي د رستورانت په ودانۍ کي لوی سوری جوړ او لوګي ترې پورته کيږي په داسي حال کي چي کودري پر سړک خوراه وراه پراته دي.

په افغانستان کي د ايمرجنسي رئيس دژان پانيک په يوه بيان کي ويلي دي: «زموږ روغتون ته ۲۰ کسان راوړل سوي دي.» او زياته يې کړه چي اووه کسان د رسېدو پر مهال مړه سوي دي. «په ټپيان کي څلور ښځي او يو ماشوم شامل دی».

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب