1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په کابل کي چاودنو تر ۲۰ زيات کسان وژلي دي

۱۳۹۷ شهریور ۱۵, پنجشنبه

په کابل کي د پهلوانۍ پر يوه کلب باندي په غبرگو بريدونو کي ۲۰کسان وژل سوي او ۷۰ نور ټپيان سوي دي. د بريدونو پړه داعش منلې ده.

Afghanistan Kabul Bombenanschlag in Sportclub
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چي د چهارشنبې په ماښام د کابل په دشت برچي سيمه کي د پهلوانۍ پر يوه کلب باندي په دوو پرلپسې بريدونو کي تر ۲۰ زيات کسان او خبريالان وژل سوي دي.

د کابل د پوليسو وياند حشمت ستانکزي ويلي دي چي لومړی په کلب کي دننه ځانمرگی بريد سوی او وروسته چي پوليس او خبريالان سيمي ته رسېدلي دي يو موټر بم چاودلی دئ.

ويل سوي دي چي په دوهمه چاودنه کي د تلوع تلويزيون دوه خبريالان هم وژل سوي دي. د افغانستان د خبريالانو د ملاتړ ټولني ويلي دي چي ۴ نور خبريالان ټپيان سوي دي.

د ميوند په نوم پهلوانۍ د کلب مشر پهلوان شير بيا ويلي دي چي په دغو چاودنو کي تر ۳۰ زيان کسان وژل سوي دي چي ډيری يې پهلوانان ول.

هغه ويلي دي چي د چاودني پر مهال دی خپله په کلب کي نه وو. عيني شاهدانو ويلي دي چي ځانمرگي بريدگر لومړی د کلب امنيت ساتونکي وژلي او بيا يې په ځان پوري تړلي چاودېدونکي توکي چولي دي.

د بريدونو مسئوليت ترهگري ډلي داعش منلی دئ. وسله والو طالبانو بيا په دغه بريد کي لاس لرل تر چاودنو لږ وروسته ژر رد کړل.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب