په کابل کي چاودني سخته مرگ ژوبله اړولې
۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۹, سهشنبه د افغانستان د کورنيو چارو وزرات وياند صدیق صدیقي د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «يوه ځانمرګري برید کوونکي خپل موټر د عدلیې وزارت د موټرو پارکینګ ته ورساوه او هلته يې ځان الوزولی.»
هغه په دې پیښه کې د ټپي شویو کسانو د شمیر په اړه معلومات ور نه کړل.
دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې خبري آژانس په پیښه کې د څلورو تنو د وژل کیدو او ۲۴ تنو نورو د ټپي کیدو خبره کړې ده. دې آژانس د کابل د پولیسو د یوه ویاند عبادالله کریمي په حواله لیکلي دي: «موږ کولای شو چې د څلورو کسانو وژل او د ۲۴ تنو نورو ټپي کیدل تائید کړو.»
د کورنیو چارو وزارت کارکوونکو ویلي دي چې څلور نارینه او یوه ښځه په پیښه کې وژل شوي دي خو د دې خبرې تائیدول چې آیا په وژل شویو کسانو کې یې یو ځانمرګی برید کوونکی وو او که نه، ډیر ستونزمن کار دی.
له بلې خوا بیا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې تر اوسه پورې بیلابیلو روغتونو ته ۵۳ تنه ټپیان ور وړل شوي دي. د دې وزارت ویاند زیاته کړې ده چې د وخت په تیریدو سره د دغو کسانو شمیر هم کيدای شي زیات شي.
د عدلیې وزارت د کابل په زړه کې د مالیې، کانونو او پیترولیم وزارتونو او سرینا هوټل ته څیرمه دی. د پيښي پړه تر اوسه پوري چا پرغاړه نه ده اخيستي.
د پیښې یوه عینی شاهد خان محمد، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «زما زوی هلته دوکان لري. زه نه پوهیږم چې په هغه به څه شوي وي. پولیس راته د هغه په اړه معلومات نه راکوي.»
دا په روانه میاشت کې د افغانستان پر قضایي سیستم باندي پنځم برید دی. تر دې مخکې د دې وزارت د کارکوونکو پر موټرو باندي هم بریدونه شوي ول.