1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په کابل کي چاودني ۱۴ کسان وژلي او ۱۴۵ ټپيان سوي دي

۱۳۹۸ مرداد ۱۶, چهارشنبه

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چي په کابل کي موټربم چاودني ۱۴ کسان وژلي او ۱۴۵ نور ټپيان کړي دي. د دغي خونړۍ پيښي مسئوليت وسله والو طالبانو پرغاړه اخيستی دی.

Afghanistan | Mindestens 14 Tote bei Explosion in Kabul
انځور: Dw/G. Adeli

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخي د کابل په لوېديځ کي د پوليسو پر يوه مرکز باندي په موټربم چاودنه کي سخته مرگ ژوبله رسېدلې ده چي ډيری يې ملکيان دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند ويلي دي چي وژل سوي کسان ۱۰ ملکيان او څلور پوليس دي. په ټپيانو کي يې ۹۴ کسان ملکيان دي چي ښځي او ماشومان هم پکښې شامل دي.

تر دې مخکي د افغانستان د روغتيا وزارت د نژدې ۴۰ کسانو د ټپيانېدو خبر ورکړی وو، چي ډيری پکښې ملکيان ياد سوي ول.

د پيښي مسئوليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستی دی. د دغي ډلي يوه وياند ذبيح الله مجاهد رسينو ته ويلي دي چي «په لسونو عسکر او پوليس يې وژلي دي«. هغه ويلي دي چي «دغه بريد د دښمن د جلب او جذب پر مکز» سوی دی.

طالبانو ويلي دي چي دوی په يوه لارۍ موټر کي ځای پر ځای کړي چاودېدونکي توکي د پوليس د مرکز مخي ته چولي دي.

عيني شاهدانو ويلي دي چي چاودنه دومره زوروره وه چي د کابل په ډيرو ليرو سيمو کي يې د کورونو او ودانيو ښيښې ماتي کړي دي.

(n.z/m.j(dpa,Afp

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل