په کابل کې اور لګیدنې ډیر زیان اړولی
۱۳۹۷ آبان ۱۱, جمعه![Großbrand auf Markt in Kabul, Afghanistan](https://static.dw.com/image/46126954_800.webp)
اسوشیتد پرس خبري آژانس د پولیسو د یوه چارواکي رحمت امیني له قوله لیکلي دي چې د اور لمبو ډیر ژر د کابل ښار په منځ کې دغه مارکیټ لولپه کړ. د هغه په خبره شا او خوا ۵۰۰ دوکانونه سوځیدلي دي. اور وژونکي عمله څو ساعته بوخته وه چې اور خاموشه کړي.
تر اوسه پوري لا د مرګ ژوبلې په هکله کوم رپوټ نه دی ورکړل شوی، ځکه چې اور داسې مهال لګیدلی چې زیاتره دوکانونه تړلي ول.
د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد ویلي دي چې اور لګیدنې تر پنځو ساعتونو زیات دوام وکړ. خو په ځینو رپوټونو کې راغلي دي چې آن د جمعې ورځي د سهار تر شپږو بجو اور نه وو وژل شوی.
د کورنیو چارو وزارت چارواکي د پيښې ځای ته رسیدلي دي څو دا خبره معلومه کړي چې دقیقا د اور علت څه وو. د میلیونونو ډالرو په ارزښت مالي تاوان رپوټونه ورکول کیږي.
پولیسو ويلي دي چې حکومت د څیرمه دوکانونو خاوندانو ته اجازه ورکوي چې خپل مالونه راوباسي، خو په خبره یي پولیس اندیښنه لري چې د ګډوډۍ پر مهال ښایي ځینې غله له دغه وضعیت څخه گټه واخلي.
د جان محمد، په نوم يو کس چې په دغه مارکیټ کې یې د برقي سامان آلاتو دوکان درلود ویلي دي چې د اور لمبې ډیر ژر په مارکیټ کې خپرې شوي دي. هغه وویل: «هر هغه څوک چې په دې سیمه کې دوکان لري اندیښمن دی. موږ هڅه کوو هر هغه څه چې لیرې کولی شو، لیرې یي کړو.»