1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په کابل کې برید پنځه کسان وژلي

۱۳۹۶ فروردین ۲۳, چهارشنبه

په کابل کې دفاع وزارت او ارګ ته نژدې چاودنه کې پنځه کسان وژل شوي او لس نور ټپيان شوي. ويل کيږي چي د قربانيانو شمېر کيدای سي زيات شي. د بريد مسئوليت ترهگري ډلي داعش پر غاړه اخیستی.

Afghanistan Kabul Selbstmordanschlag
انځور: picture-alliance/dpa/AP/R. Gul

ترهگري ډلي داعش د چهارشنبې په ورځ په کابل کې دفاع وزارت ته نزدې د یوه برید پړه پر غاړه واخيسته. په دغه برید کې پنځه کسان وژل شوي او شاوخوا لس نور ټپيان شوي دي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې په پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي. زیاته شوې ده چې د برید هدف دفاع وزارت ته نزدې د پولیسو یوه پوسته وو.

بريد هغه مهال شوی چې په دغه سيمه کې ډېر دولتي مامورين له دفترونو تر راوتلو وروسته خپلو کورونو ته روان ول.

د پیښې په سیمه کې یوه پولیس رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې چاودنه ښايي یوه ځانمرګي بریدکوونکي چي پلی روان وو، کړې وي.

رویترز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د پیښې یوه عیني شاهد داسې موټر چې د چاودني له کبله ورته تاوان رسدلی وو، لیدلي دي.

تیره میاشت هګري ډلي داعش د کابل پر پوځي روغتون باندي د برید پړه پر غاړه واخیسته چې په پایله کې یې نزدي ۵۰ کسان ووژل شول.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب