په کابل کې درې پرله پسې چاودنو مرګژوبله اړولې
۱۳۹۹ شهریور ۱, شنبه![Afghanistan Explosion in Kabul | Archiv](https://static.dw.com/image/53758731_800.webp)
د افغانستان پلازمېنه کابل د شنبې په ورځ (د اګست میاشتې ۲۲ نیټه) د دریو پرله پسې چاودنو شاهده وه. د کابل پولیس وایي چې دغه چاودنې د ځای پر ځای شویو مقناطيسي ماینونو په وسیله رامنځته شوي دي. د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي چې لومړۍ چاودنه د سیمه ایز وخت مطابق د سهار په ۶:۳۰ بجو د کابل ښار د اتمې حوزې په سیمه کې رامنځته شوه.
په دې پيښه کې چې د چهل ستون په نوي سړک کې رامنځته شوې، یوه کرولا ډوله موټر ته د مقناطيسي بم په وسیله انفجار ورکړل شوی چې په پایله کې يي یو پولیس وژل شوی او د یوه ملکي کس په ګډون دوه تنه ټپیان شوي دي.
د پولیسو په حواله په دویمه پيښه کې د کابل ښار د پنځلسمې حوزې اړوند د پولیسو یو رينجر موټر د یوه ځای پر ځای شوي ماین ښکار شو چې په پایله کې يي دوه تنه پولیس ټپیان شول. دریمه چاودنه په پنځمه حوزه کې رامنځته شوې چې د دې چاودنې د تلفاتو په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.
همدارنګه یو شمیر سرچينو تائیده کړې چې د ملي دفاع وزارت یو افسر له خپل موټرچلونکي سره د وسله والو کسانو له خوا په کابل کې ترور شوی دی.
يو شمیر سرچینې وایي چې په کابل کې د نا کراریو د ډیریدو په پایله کې په ځانګړې توګه د افغانستان د خپلواکۍ په ورځ تر راکیټي بریدونو وروسته د کابل امنیه قوماندان امان الله واحدي، د امنیت د ټینګښت په برخه کې د پاتې راتلو له کبله له دندې ګوښه کړای شوی دی. خو دا خبر تر اوسه پورې په رسمي ډول نه دی تائید شوی.
په کابل کې په نقلیه وسایطو کې د ځای پر ځای شویو ماینونو د انفجار پيښې ډیرې شوي دي او تر اوسه پورې هیڅ کومې ډلې د دغو بریدونو مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.