1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې دوه څارنوالان وژل شوي دي

۱۳۹۸ آبان ۲۵, شنبه

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د شنبې په ورځ دوه څارنوالان په يوه بريد کې وژل شوي دي. د لويې څارنوالۍ په خبره دوه نور همکاران يې په دغه بريد کې ژوبل شوي هم دي.

Karte Afghanistan Provinz Kabul Deutsch
انځور: DW

د افغانستان د لويې څارنوالۍ د معلوماتو له مخې  وژل شوي دوه څارنوالان پروان ولايت ته په لاره ول چېرته چې هغوی د بګرام زندان په يوه قضايي مرکز کې کار کاوه. په هغوی باندې وسله وال بريد شوی، چې د دغې حملې مسئوليت تر اوسه چا نه دی منلی. خو وسله وال طالبان په دغه سيمه کې کله نا کله افغان امنيتي ځواکونه په نخښه کوي. د طالبان ډېر غړي هم د بګرام په زندان کې بنديان دي.
يوازې لس ورځې مخکې څلور تنه قاضيان له پکتيا څخه د طالبانو د يوه شکمن بريد د لارې په لوګر ولايت کې ووژل شول. د طالبانو يوه وياند تر مخه ويلي ول چې د قضايي برخې کارکوونکي به په نخښه کوي، که داسې شواهد موجود وي چې د طالبانو د غړو پر ضد يې حکمونه جاري کړي دي.

دغه څارنوالان د بګرام زندان ته په لاره ولانځور: picture-alliance/dpa

Dpa/ns/awa

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل