1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې دوو چاودنو مرگ ژوبله اړولې

۱۳۹۹ مرداد ۲۹, چهارشنبه

په کابل کې د دوو چسپکي بمونو په چاودنو کې يو پولیس او يو ملکي وژل شوي او دوه کسان نور ټپيان شوي دي. طالبانو په دې بريدونو کې لاس لرل رد کړي دي.

Afghanistan Symbolbild Anschlag
آرشيف انځورانځور: Reuters/O. Sobhani

د کابل د پوليسو د ویاند فردوس فرامرز وويل چې يو چسپکي بم د پولیسو په يوه موټر پورې او بل یې د ښوونې او روزنې وزارت اړوند يوه موټر پورې نښلول شوی وو. نوموړي زياته کړه چې په دې اړه د پوليسو پلټنې پيل شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې دا چاودنې دوی نه دي کړي. تر اوسه بلې کومې ډلې هم د دې چاودنو پړه نه ده منلې.

په دې منځ کې ترهگري ډلې داعش په کابل کې د سه شنبې په ورځ (د اگست ۱۸) د راکټي بريدونو پړه منلې ده. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرين ویلي چې د سه شنبې ورځې دغو راکټي بريدونو درې کسان وژلي چې دوه حکومتي کارکوونکي هم پکې شامل دي.

نوموړي روښانه نه کړه چې دغه حکومتي کارکوونکي څوک ول خو په ارگ کې چاراکو د فرانسې خبري آژانس ته د نوم نه څرگندولو په شرط ویلي چې دغه کسان د ولسمشر غني د تشريفاتي قطعې غړي ول. په پېښه کې د دغه گارد شپږ غړي هغه وخت ټپيان شوي هم دي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ پر ودانۍ يو راکټ ولگيد.

آرين وويل چې په دغه راکټي بريدونو کې نور ۱۶ کسان هم ټپيان شوي دي چې څلور ماشومان او يوه ښځې هم پکې ده.

په کابل کې څو راکټونه لگېدلي

د داعش وسله والې ډلې ادعا کړې ده چې ۱۶ راکټونه یې فاير کړي ول چې هدف یې ولسمشرۍ ماڼۍ، سفارتونه او د افغان حکومت دفترونه ول. خو د افغان چارواکو په حواله زياتره دغه راکټونه د استوگنې پر کورونو لگيدلي دي.

په کابل کې پرله پسې دوې ورځې دغه امنيتي پېښې په داسې حال کې کيږي چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې د خبرو اترو په اړه شکونه او ناڅرگتيا موجوده ده.

حکومت ويلي دي چې وروستي ۳۲۰ طالب زندانيان به تر هغه آزاد نه کړي څو چې طالبانو نيولي افغان سرتیري نه وي آزاد کړي.