په افغانستان کې د آلمان سفارت د تیر کال د مې په میاشت کې وروسته له هغې تړل شوی چې په کابل کې د دې سفارت مخې ته یوه خونړۍ چاودنه وشوه. د «دیر شپیګل» آلمانۍ مجلې د شنبې په ورځ د (۲۰۱۸م کال د جنوري میاشتې په ۱۳ نیټه) د کابل سفارت د بیرته پرانیستل کیدو په هکله یو رپوټ خپور کړی. د «دیر شپیګل» آلمانۍ مجلې په وینا په راتلونکي اوړي کې به د آلمان سفارت په کانتینرونو کې کار پیل کړي.
«دیر شپیګل» آلمانۍ مجلې د شنبې په ورځې په خپل دې رپوټ کې همدا راز زیاته کړې چې په کابل کې د آلمان سفارت د رغونې چارې به کابو څلور کاله وخت ونیسي او له همدې امله راتلونکي اوړي کې آلماني دپلوماتان به اوس په کانتینرونو کې خپل فعالیت پیلوي.
انځور: Reuters/M. Ismail رپوټ همدا راز زیاتوي چې اوسمهال په افغانستان کې د آلمان سفیر والتر هاسمن له خپل محدود ټیم سره په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو له سفارت څخه خپل کارونه پرمخ وړي. رپوټ کې همدا راز ویل شوي چې په برلین کې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت بیا د دې رپوټ په هکله له تبصرې ډډه کړې.
کابو اته میاشتې وړاندې په کابل کې د آلمان سفارت مخې ته د یوه خونړي موټر بم چاودنې د سفارت د یو امنیتي پرسونل او ګڼ شمیر ملکیانو سربیره ۱۵۰ کسان ووژل شول.
زموږ له آرشیف څخه د کابل د همدي چاودنې په هکله یو انځوریز البوم:
په کابل کي د خونړۍ چاودني انځورونه
د افغانستان د روغتيا وزارت د معلوماتو له مخي په دغه چاودنه کي ۸۰ کسان وژل سوي او تر ۳۵۰ زيات نور ټپيان سوي دي. پيښه په زمبق څلور لاري کي رامنځ ته سوې ده. ويل کيږي بهرنيو سفارتونو ته هم زيات اوښتی دئ. انځور: Reuters/O. Sobhani دغه خونړۍ پيښه (موټر بم چاودنه) د نن د چهارشنبې په ورځ سهار اته نيمي بجې په کابل کي د جرمني سفارت ته نژدې په زمبق څلور لاري کي رامنځ ته سوه.
انځور: Reuters/O. Sobhani پيښيه داسي مهال رامنځ ته سوې اکثره خلک خپلو کارونو ته پرلاره وه. په دغه سيمه کي سهار او ماځيگر مهال سخته گڼه گوڼه وي. د پيښي مسئوليت تر اوسه پوري هيچا پرغاړه اخيستی نه دئ.
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai چاودنه دومره پياوړې وه چي په سیمه کي نژدې ټولي بخې ودانۍ ئې زيانمني کړي دي.
انځور: Reuters/O. Sobhani تر چاودني وروسته په سيمه کي اور بل سو او نژدې ۳۰ موټر چي پردغه لار يوه او بل اړخ ته روان ول ويجاړ سوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai د چاودني له ځايه لږ ليري هم موټرو اور اخيستی دئ.
انځور: Reuters/O. Sobhani افغان چارواکو په لومړي سر کي تلفات ډېر لږ ښوولي ول.
انځور: Reuters/H. Sayedi د افغانستان د عامي روغتيا وزارت د وروستيو معلوماتو له مخي په دغه پيښه کي ۸۰ کسان ول سوي او تر ۳۵۰ زيات ټپيان سوي دي.
انځور: Reuters/M. Ismail د جرمني د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مي په دغه چاودنه کي د سفارت يو افغان ساتونکی وژل سوی او يو کارکوونکی ټپي سوی دئ. په انځور کي د جرمني سفارت تر چاودني وروسته ښکاري.
انځور: Reuters/M. Ismail د جرمني سفارت ودانۍ اصلي بڼه
انځور: picture-alliance/dpa/N. Armer تر چاودني وروسته د پيښي سيمه.
انځور: Reuters/M. Ismail د چاودني سيمي د پاک کارۍ چاري رواني دي.
انځور: Reuters/M. Ismail