په کابل کې د استخباراتو پر روزنیز مرکز يرغل شوی
۱۳۹۶ آذر ۲۷, دوشنبهد کورنیو چارو وزارت یواند نجیب دانش د فرانسې خبري آژانس ته د پیښې په تړاو وویل چې: «شاوخوا ۱۰ بجې او ۱۰ دقیقې یوې وسله والې ډلې د کابل په افشار سیمه کې د ملي امنیت د روزنې مرکز ته چې د رغیدو په حال کې وو داخل شوي دي.» نوموړي ویلي چې جګړه لا روانه ده او موږ هم خپل عملیات پیل کړي دي.
په عین وخت کې د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي بیا وايي چې وسله وال له افغان امنیتي ځواکونو سره په نښته کې دي. نوموړي همدا راز زیاته کړه چې د پیښې سیمې ته اضافي سرتیري هم لیږل شوي دي. رحیمي په دې برید کې د مرګ ژوبلې په هکله جزئیات ورنه کړل.
په عین وخت کې یو بل افغان چارواکي د یکشنبې په ورځ رسنیو ته په بادغیس ولایت کې د طالبانو د برید په پایله کې د یوه پولیس د وژل کیدو او درو نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی وو.
د بادغیس ولایت د امنیه قوماندان مرستیال غلام حیدر سروري وايي چې په آب کمري ولسوالۍ کې یاغیانو د پولیسو پر یوه پوستې برید کړی. نوموړي زیاته کړې چې وژل شوی افسر د یادې ولسوالۍ امنیه قوماندان وو.
د کابل برید په هکله نور جزئیات به شیبه وروسته په لیکه شي.
ap,dpa(K.H/N.Z)