1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: د امريکا سفارت پر ښځو د افراطي ډلو د حملو خبرداری ورکړ

۱۳۹۹ شهریور ۲۸, جمعه

په کابل کې د امریکا سفارت خبرداری ورکړی دی چې افراطي ډلې پر «مختلفو اهدافو» د بريدونو پلان لري. سفارت زیاته کړې ده چې په ځانګړې توګه د بريدونو هدف ښځي دي.

Afghanistan Kabul Anschlag irakische Botschaft
انځور: Reuters/M. Ismail

له کابل څخه د اسوشتيد پريس خبري آژانس د پنجشنبې ورځې په رپوټ کې لیکلي دي چې د امریکا متحده ايالاتو د سفارت په دغه خبرداري کې په مشخصه توګه نه دي ويل شوي چې دغه بريدونه د کوم سازمان له خوا طرح شوي دي.

خو په کابل کې د امريکا سفارت دغه خبرداری په داسې وخت کې ورکوي چې د قطر هيواد په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت مذاکراتي پلاوي د سولې پر مذاکراتو باندې بوخت دي. د دواړو خواوو مذاکره کوونکي ټيمونه هڅه کوي چې د افغانستان ۱۹ کلنې جګړې خاتمې ته یوه معقوله او سوليزه لار پيدا کړي.

د طالبانو یوه وياند، ذبيح الله مجاهد د جمعې په ورځ اسوشتيد پریس خبري آژانس ته وويل: «طالبان د دا ډول بريدونو د ترسره کولو له پاره کوم پلان نه لري.» 

همدا اوس په قطر کې چيرته چې د طالبانو سياسي دفتر فعال دی، د سولې مذاکرات ادامه لري. دغه مذاکرات چې د همدې اوونۍ په پیل کې شروع شوي، لا تر اوسه په مقدماتي مرحله کې دي او دواړه لوري هڅه کوي چې د مذاکراتو پر اجندا باندې سلا شي.

فوزيه کوفيانځور: Getty Images

په کابل کې د امريکا د سفارت اعلاميه چې د پنحشنبې په ورځ ناوخته خپره شوې په کې راغلي: «افراطي سازمانونه هڅه کوي چې په افغانستان کې مختلفو اهدافو خپلو بريدونو ته ادامه ورکړي چې په دغو اهدافو کې تر ډيره د ښوونکو او ملکي کارکوونکو په ګډون ښځينه  حکومتي کارکونکې، د بشري حقونو او مدني فعالان او حکومتي ماموران شامل دي.»

خو سفارت په دې اړه ډير جزئيات نه دي ورکړي او نه يې هم په نژدې راتلونکې کې د کومې احتمالي حملې خبرداری ورکړی دی.

قطر ته د حکومتي پلاوي په منځ کې درې تنه افغان میرمنې هم حضور لري. له دغو ښځو څخه يوه هم افغان فعاله فوزيه کوفي ده. نوموړې تيره مياشت تر يوه وسلوال بريد لاندې راغله چې په نتيجه کې يې ټپي شوه او اوس د قطر په مذاکراتو کې ګډون لري.

هغه مهال طالبانو ډير ژر پر فوزيه کوفي باندې د وسلوال بريد مسئوليت رد کړ او زلمي خليلزاد هم د سولې د بهير په اړه له خطرونو څخه خبردرای ورکړ.