1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

په کابل کې د داعش د برید په اړه د پيکينګ غبرګون

۱۴۰۱ آذر ۲۲, سه‌شنبه

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د کابل په یوه هوټل کې چې د چینايي سوداګرو استوګنځی دی، وسله وال برید او چاودنه ټکان ورکوونکې بللې.

افغانستان،په کابل کي پر يو هوټل ترهگریز بريد
انځور: REUTERS

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د کابل په یوه هوټل کې چې د چینايي سوداګرو استوګنځی دی، وسله وال برید او چاودنه ټکان ورکوونکې بللې. د دوشنبې په ورځ د کابل په یو مشهور هوټل کې داعش ترهګرې ډلې د دغه برید مسئولیت منلی چې په ترڅ کې یې یو شمیر چینایان ټپیان شوي دي.

په هغه هوټل کي چې ډزې او څو چاودنې وشوې په کابل کې د چینايي سوداګرو او دیپلوماتانو یو له اصلي استوګنځایونو څخه دی.

د رویټرز په وینا، داعش ډلې د برید مسئولیت منلی او په ټولنيزه شبکه ټیلیګرام کې یې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د ۲۱ کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو ادعا کړې ده.

طالبان چې د تير ميلادي کال د اګست مياشتي له نيمايي څخه پر افغانستان واکمن دي، د ترهګریزو عملیاتو په مخنیوي کې نه دي بریالي شوي.  په دې وروستیو میاشتو کې دا ډول بريدونه زیات شوي او د ډیرو مسئولیت داعش پر غاړه اخیستی دی.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل