1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په کابل کې د درو چاودنو تلفات زيات شوي

۱۳۹۸ مرداد ۳, پنجشنبه

یوه چارواکي ویلي دي چې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوه ځانمرګي برید لږ تر لږه پنځه کسان ووژل. دا په داسې حال کې ده چې په همدې ورځ په کابل کې د دوو نورو چاودنو خبر هم ورکړل شوی.

Autobombe Kabul Afghanistan
انځور: Reuters/O. Sobhani

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د لومړۍ چاودنې په ترڅ کې پر موټر سایکل سپور یوه ځانمرګي برید کوونکي ځان له یوه سرویس ډوله موټر سره جنګولی دی. د رحیمي په خبره سرویس د کانونو او صنایعو وزارت وو.

رحیمي وویل چې لومړی پر مني بس موټر یو چسپکي ماین چاودنه کړې چې په پایله کې یې د پطرولیم او صنایعو د وزارت پنځه کارمندان وژل شوي او شاوخوا لس تنه نور ټپیان شوي دي. د رحیمي په خبره دوهمه چاودنه هم د موټر د چاودنې سیمې ته څیرمه شوې چې په کې اوه تنه وژل شوي او له شلو ډیر ټپیان شوي دي. د کورنیو چارو وزارت د دریمې چاودنې په هکله وویل چې دریمه چاودنه هم پر یوه موټر د ناپیژانده کسانو له لوري شوې ده. د کورنیو چارو وزارت ویاند د یادو پیښو په هکله وویل چې «ښايي د چاودنو تلفات له دې هم لوړ شي.» 

لا تر اوسه پورې کومې ډلې د کابل د وروستیو چاودنو پړه نه ده منلې. خو په وروستیو وختونو کې طالبانو په داسې حال کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی چې له امریکا متحده ایالاتو سره په خبرو بوخت دي، څو د سولې یوه توافق ته ورسیږي.

(ms/nz (afp, reuters

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل