په کابل کې د عبدالعلي مزاري د تلین پر غونډه برید شوی
۱۳۹۸ اسفند ۱۶, جمعه![Afghanistan Kabul | Anschlag auf schiitische Gedenkfeier](https://static.dw.com/image/52659602_800.webp)
د اجرائیه ریاست ویاند مجیب رحیمي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې ښاغلی عبدالله او یو ځيني نور سیاسي شخصیتونه د نښتې له ځایه راایستل شوي دي.
د هغه په خبره لا تر اوسه د احتمالي مرګ ژوبلې په هکله معلومات نه شته.
د فرانسې خبري آژانس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي، له قوله ویلي دي چې »ځانګړي افغان امنیتي ځواکونه او پولیس د پيښې ځای ته رسیدلي دي.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، د تویتر په یوه پیغام کې کې دغه حمله «د بشریت او د افغانستان د ملي یووالي ضد یو جنایت» بللې ده. هغه ویلي دي چې د تلیفوني اړیکې له لارې یې د ډاکټر عبدالله او استاد خلیلي پوښتنه کړې ده.
طالبانو په یوه بیانیه کې په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې ویلي دي چې په دغه برید کې اتلس تنه ټپیان شوي دي.
نور جزئیات وروسته...