1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د طالبانو رژيم خپلې ژمنې نه دي پوره کړي

حسین سیرت | ژباړونکې گل غوټۍ پوپل
۱۴۰۴ آذر ۲۱, جمعه

د پاکستان د باندنيو چارو وزارت ويلي دي چې په کابل کې راغونډې سوې د علماوو د شورا له اعلاميې يې «مثبت يادښت» اخيستی دی. خو له طالبانو يې پر ليکلي تضمين ټينګار کړی دی.

د پاکستان امنیتي ځواکونه د گزمې په حال کې
پاکستان په کابل کې د علماوو اعلاميې محتاطانه غبرگون ښوولی دی انځور: Saood Rehman/picture alliance/dpa/EPA

پاکستان د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵کال د دسمبر ۱۱مه) په احتیاط سره هغه اعلامیه وستایله چې په کابل کې د تر زرو زیاتو افغان علماوو له خوا خپره سوې وه. خو پاکستان ویلي چې د دې اغېزمنتیا به د افغان طالبانو د مشرتابه له لوري په لیکلي تضمین پورې تړلې وي. ويل سوي چې دا هغه څه دي چې اسلام‌ اباد یې له مودو راهیسې غوښتنه کړې، خو تر اوسه یې نه دي تر لاسه کړي.

د خپلې اوونیزې خبري غونډې پر مهال د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي وویل چې اسلام‌اباد د کابل د غونډې د پنځه‌ ماده ‌ییزې ګډې اعلامیې «مثبت یادښت» اخیستی، کومه چې خبرداری ورکوي چې هر هغه څوک چې «له افغانستان د پولو هاخوا پوځي عملیات» ترسره کړي، د بغاوت عمل به وبلل سي او د امیر د امرونو د سرغړونې له امله به سزا ورکړل سي.

اړونده موضوع: عاصم منير: افغان طالبان دي د اسلام آباد او پاکستاني طالبانو ترمنځ یو انتخاب کړي

دغه اعلامیه کې چې په پراخه کچه د سرحدي ترهګرۍ پر ضد تر ټولو قوي داخلي دیني ملاتړ بلل کېږي، د پاکستان نوم پکښې په څرګنده نه دی ياد سوی، خو داسې ښکاري چې هدف یې تحريک طالبان پاکستان وي.

«تحريک طالبان پاکستان، فتنة الخوارج او فتنة الهند»

اندرابي وویل: «که د افغان ټولنې ځینې برخې د دې موضوع جديت درک کړي چې د دوی خاوره نه یوازې د تحريک طالبان پاکستان، فتنة الخوارج او فتنة الهند له خوا، بلکې د دوی د خپلو اتباعو له خوا هم د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره کارول کېږي، نو دا ډول درک مثبت او د هرکلي وړ دی.»

خو هغه ژر زیاته کړه چې پاکستان به «انتظار وباسي، وګوري او دا سند به وارزوي». هغه وویل: «په تېر کې د افغان طالبانو د رژیم له خوا سوې ژمنې نه دي پوره سوي. همدا لامل و چې حتی د منځګړیتوب په خبرو کې هم پاکستان پر لیکلي تضمین ټینګار کاوه.»

خواجه آصف: د طالبانو د درک کولو په برخه کې مو تېروتنه کړې

07:53

This browser does not support the video element.

دا محتاط ځواب د کابل پر وړاندې د اسلام‌ اباد ژوره ناهیلېتوب څرګندوي، په داسې حال کې چې په پاکستان کې د خونړیو بریدونو لړۍ روانه ده چې پړه یې د پاکستان له افغان خاورې د فعالو ډلو سره تړل سوې ده. چارواکي په شخصي توګه وايي چې دوی باور لري یوازې د طالبانو د ستر مشر له خوا یو رسمي فرمان کولی سي هغه واک ولري چې د اوږدمهاله اړیکو لرونکي وسله‌ والې شبکې مهار کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د بشري مرستو د دهلېزونو پر سر وروستي اختلافاتو ته هم اشاره وکړه. پاکستان په دې وروستیو کې سرحدي لارې پرانیستې چې د مرستو کاروانونو ته افغانستان ته د تګ اجازه ورکړي، خو د افغان طالبانو ادارې دا اقدام په علني ډول رد کړ او د دوه ‌اړخیزې سوداګرۍ د بندولو ګواښ یې وکړ. د کابل واکمنې ادارې له پاکستان څخه غوښتي چې «قوي تضيمن» به ورکوي چې بيا به د سياسي فشار له کبله سرحدي لارې نه بندوي او دا چې صرف په هغه صورت کې دوی چمتو دي بېرته سرحدي لارې پرانيزي.

«په بهر کې افغانانو ته د پوځي فعالیت اجازه نه ورکوو»


د طالبانو خارجه وزیر بيا د پنجشنبې په ورځ وویل چې د علماوو د فتوا له مخې، ددغې ډلې له نظام څخه دفاع « پر ټولو افغانانو فرض دی.» هغه ټینگار وکړ چې د طالبانو اداره افغانانو ته له افغانستان څخه بهر د پوځي فعالیت اجازه نه ورکوي.

مخکې رسنیو رپوټ ورکړی و چې یو شمیر علماوو په کابل کې په یوې ناستې کې د طالبانو له نظام څخه پر دفاع ټینگار کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان له خاورې دي د هیڅ کوم بل هیواد پرضد کار وانه خیستل شي چې په ظاهره کې د پاکستان وروستۍ غوښتنې ته یوغبرگون دی.

د طالبانو ویاندانو په دې هکله ډویچه ویلې ته څه ونه ویل، خو د امیرخان متقي هغه خبرې یې شریکې کړې چې په دې اړه یې په کابل کې په یوه محفل کې کړې دي.

افغانستان د بديلو سوداګريزو لارو په لټه کې دی

03:01

This browser does not support the video element.

د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د جامعه ریاض د مدرسې د فراغت په مراسمو کې وویل چې په کابل کې د علماوو د فتوا له مخې « د دغه نظام ساتل یوازې د امنیتي ځواکونو او مسؤولینو کار نه دی ...[بلکه] پر ټول ملت، پر هر یوه فرض دی.»
متقي زیاته کړې ده:« هرڅوک ، که هغه لیري وي یا نیژدې، چې پر دغه نظام یرغل وکړي، د افغانستان له حریم څخه سرغړونه وکړي، پر مسلمانانو جهاد فرض دی او هرسړی دفاع کوي.»

د طالبانو ادارې په کابل کې د اکتوبر پر ۹ مه له برید وروسته، پاکستان د افغانستان له هوايی حریم څخه په سرغړونې تورن کړ. دغه برید وروسته د طالبانو د ادارې او پاکستان د حکومت ترمنځ د سرحدي نښتو سبب سو چې پکښې د دواړو خواوو څخه په لسونو تنه زخمي یا ووژل سول.

د  علماوو دغه فیصله په داسې یوه وخت کې رامنځته سوه چې پاکستان په وار وار د طالبانو له ادارې غوښتي چې د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان  یا ټي ټي پي د فعالیتونو مخه ونیسي.


متقي: نه پریږدو چې د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکارول سي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په ياد ناسته کې وویل چې د طالبانو رهبرانو ژمنه کړې ده چې د افغانستان له خاورې څخه د کوم بل هیواد پرضد استفاده نه کیږي: » دا د ټولو علماوو او شیخانو خبره ده چې خلک ورڅخه اطاعت کوي او که کوم څوک د افغانستان له خاورې څخه د نورو په تاوان کار اخلي، اسلامي امارت حق لري چې د هغه مخه ونیسي.«

متقي د علماوو د ناستې پریکړې ته په اشارې سره وویل:« هر افغان چې له دغه امره سرغړونه وکړي، اسلامي امارت حق لري چې په هکله یې اجراآت ترسره کړي.»
دغه اقدام په ظاهره کې د پاکستاني طالبانو د ډلې (ټي ټي پي) د فعالیتونو په اړه د پاکستان غوښتنې ته یو غبرگون دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت معین، رحمت الله نجیب چې له پاکستان سره په مذاکراتو کې ددغې ډلې د هیئت غړی و ، په دا وروستیو کې ویلي و، چې د پاکستان خوا په دغه هیواد کې د جگړې د ناروا کیدو په هکله د فتوا غوښتنه کړې ده.

پاکستان تل د طالبانو اداره د پاکستاني طالبانو جنگیالیو ته په پناه ورکولو تورنه کړې او ویلي یې دي چې دغه پوځي ملیشې خپل بریدونه د افغانستان په دننه کې پلان او په پاکستان کی یې ترسره کوي.

خو متقي وايی چې د طالبانو مشران هیڅ چاته اجازه نه ده ورکړې چې په نورو هیوادونو کې پوځي فعالیتونه ترسره کړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب