1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې د «علماوو غونډې» ته غبرګونونه

محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ تیر ۹, پنجشنبه

په کابل کې د «علماوو د غونډې» په اړه ځینو سیاسي ډلو په اعلامیو کې او یو شمیر مخورو کسانو بیا پر خواله رسنیو خپل نظرونه څرګند کړي دي. په داسې حال کې چې يو شمير افغانان له دې غونډې څخه هرکلی کوي، نور یې بيا نمايشي ګڼي.

Afghanistan | Verteidigungsminister Mullah Mohammad Yaqoob
انځور: SalamPix/abaca/picture alliance

د مقاومت جبهې د علماو شورا  په دې اړه اته مخیزه اعلامیه خپره کړې او لیکلي يې دي، چي طالبان د داسي غونډو په جوړیدو سره د خلکو په سترګو کي خاوري اچوي او یوازي خپلو خلکو ته یې په دې ناسته کی د ګډون بلنه ورکړې ده. په دې اعلاميه کې زياته شوې: « ... داسي کسان یادي غونډي ته ور بلل سوي دي، چي د طالبانو له ډلي څخه دي او له داسي خلکو څخه پرته نور هیڅوک حق نه لري، چي په غونډه کي ونډه واخلي، ځکه د یو رسمي حکم له مخي د ولایتونو مسؤلینو ته امر سوی وو، چي هغه کسان ورته معرفي کړي، چي د دوی خپل خلک دي.»

د افغانستان په پخواني حکومت کې د وردګ ولايت والي محمد حليم فدايي هم ورته نظر لري. نوموړي د تويتر له لارې ويلي دي چي داسي غونډي د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب نه سي کولای.

نوموړي زياته کړې چې د اسلام پيغمبر محمد (ص) هیڅکله یوازې له ملایانو سره مشوره نه ده کړې، بلکې له مېرمنو او ځوانانو سره  يې هم مشوره کړې ده.

د عبدالجبار بهیر په نامه د غونډي یو ګډونوال، چي له د کارټ له عکسه مدني فعال معلومیږي، په یو خپاره کړي ټویټ کي لیکلي، ډېر خوشحال دی، چي په دې مهمه غونډه کي برخه اخلي. نوموړي زياته کړې: «په دې ویاړم، چې په لومړي ځل د هېواد د ملي موضوعاتو د تصمیم نیونې په برخه کې د یوې ویاړمنې لويې پرتمینې ناستې گډونوال او غړی یم. لایزال څښتن تعالی یې دې د هېواد د پایښت، ډاډمنې سراسري سولې او تلپاتې خپلواکۍ او د ولس د خیر او هوساینې پېلامه کړي.»

په اسلام اباد کي د طالبانو مخکني سفیر ملا عبدالسلام ضیف هم یادي ناستي په اړه ټویټ کړی او لیکلي یې دي په کار ده چي ټولو موضوعګانو ته یو ډول سطحي فکر ونه سي ځکه دده په ټکو، چي داسي موضوعات سته، چي د نظام پایښت ورسره تړلی دی.

مولوي رحمت الله اندړ بیا په یو خپل يوه ټویټ کي لیکلي، چي په دې غونډه کي به یوازي هغه پریکړي منل کیږي، چي طالبانو له امریکایانو سره د قطر په دوحه کي د قرارداد په ترڅ کې کړې وې.

نوموړی لیکي: «د ملايانو غونډه به يوازې له طالبانو او طالب پلوو جوړه وي. هغه پريکړې به وکړي چې وار له مخه د دوی او امريکايانو ترمنځ په دوحه کې قرارداد شوي وي. هغه اخوندان چې د پريکړو په اړه اعتراض يا انتقاد ولري، د هغوی د قناعت لپاره به ووايې چې دا د هېواد د علماوو پريکړه ده.»

د نصیراحمد احمدي په نامه یو ځوان لیکوال هم ورته خبره کړې او د تويتر د لارې یې ليکلي دي چي دا غونډه هیڅ ملي موخه نه لري: «د کابل نمایشي ناسته په حقیقت کي د افغانستان د ملت استازیتوب نه کوي او نه هم د کوم ملي هدف. د ښځو، خپلواکو بنسټونو او ځوانانو په ګډون هیڅوک پکي نسته. دا غونډه اصلا په بحث هم نه ارزي.»

یو شمیر افغان میرمني او کارپوهان هم په کابل کي د جوړي سوي دیني عالمانو غونډي ته د شک په سترګه ګوري او وايي، چي په غونډه کې بايد ښځو ته هم د استازيتوب حق ورکړل شوی وای، او نړۍ والو ته دا ور ښوول سوې وای، چي اسلام او افغانیت د ښځو سره نه یوازي چي مشکل نه لري، بلکي خبرو او نظرونو ته يې غوږ نیسي. 

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بيا د غونډې په اړه ويلي چې »امارت د ټولو افغانانو که نر دي یا ښځي خدمت د ځان وجیبه ګڼي او دا غونډه يې ښه بېلګه ده، چي په زرهاوو دیني عالمان او مخور قومی مشران اسلامي امارت ته مشورې ورکوي او خپل نظرونه ورسره شریکوي.« 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل