1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې د علماوو لویه غونډه جريان لري

فريدالله ظاهر | صفت الله زاهدي
۱۴۰۱ تیر ۹, پنجشنبه

په کابل کې د طالبانو له لورې وربللې شوي د دیني عالمانو لویه غونډه جريان لري. غونډه د طالبانو د رئیس الوزرا په وینا سره پېل شوه. په دې منځ کې عيني شاهدانو د غونډې په سيمه کې د ډزو خبر هم ورکړی دی.

Afghanistan Kontrollen vor dem Taliban-Treffen in Kabul
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د طالبانو رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د غونډې په پرانيستونکې وينا کې وویل، چې طالبان د ټولو ناخوالو د هواري هڅه کوي: «ممکن ځینې ځایونو کې به ستونزې وي، خو هغه چې له موږ سره شریکې شي، موږ به یې د حل په برخه کې ګامونه واخلو.«

که څه هم چې طالبانو په رسمي توګه د دې غونډې اجنډا چې مشري یې حبیب الله حقاني کوي، نه ده په ډاګه کړې، خو داسې ویل کیږي چې په دې غونډه کې به د طالبانو لپاره د ملاتړ جلبولو، ملي یووالي ساتلو، د ښځو او ماشومانو د حقونو او یو شمېر نورو موضوعاتو او د خلکو په ستوونزو بحثونه وشي.

ویل کیږي د غونډې تالار ته رسنۍ نه دي پريښودل شوي او یوازې ملي راډيو دا غونډه په ژوندۍ بڼه نشروي.

ذبیح الله مجاهد د ملي تلویزیون سره په مرکه کې وویل، په دې غونډه کې د هېواد له ټولو ولسوالیو او د ښاري ناحیو څخه دوه دیني عالمان او یو قومي مشر برخه لري او دغه راز له پاکستان څخه ۷۰ او ایران څخه تر ۳۰ پورې افغان کډوالو استازي هم غونډه کې ګډون کړی دی.

نوموړی د غونډې جوړیدو په اړه وایي: « دا غونډه حکومت نه ده جوړه کړي او د دیني عالمانو غوښتنه وه او هغوی جوړه کړې دي، چې بلنې هم هغوی ته ورکړل شوې دي.»

د غونډې د اجنډا له مخې نن پنجشبه ټوله ورځ او سبا تر نیمې ورځې به ویناوې ترسره کیږي او وروسته به یوه نیمه ورځ د غونډې ګډونوال په خپلو کې په کمیټو ویشل کیږي، تر څو په هېواد کې د ټولو مسئلو په اړه بحثونه ورکړي، چې وروسته به د کمیټو نظرونه او غوښتنې د طالبانو حکومت سره شریکې کیږي. 

ذبیح الله مجاهد وایي، چې دیني عالمان او قومي مشران به د نجونو د زده کړو په اړه هم خپل نظرونه شریک کړي، چې وروسته به پرې طالبان غور کوي: «فکر کوم په دې غونډه کې علما، قومي مخور او سپین ږیري دا تشه احساس کوي او په دې اړه به وړاندیزونه لري، اسلامي امارات به په هغو باندې غور او کار کوي.»

د طالبانو د سترې محکمې رئیس مولوي عبدالحکیم په خپله وینا کې وویل، طالبان غواړي چې په هېواد کې سیاست، اقتصاد، ټولنیز ژوند او ټولې چارې د اسلامي اصولو پر بنسټ تنظیم کړي.

نوموړي خلک او مخالفین خپل ملاتړ ته را وبلل او زیاته یې کړه، چې د دوی پر وړاندې شته مخالفتونه دې پای ته ورسوي.

غونډې ته د ویناوالو خبرې تر ډېره د طالبانو حکومت څخه په ملاتړ جلبولو ورټولې دي.

آرشیف انځورانځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

د هرات د علماو په استازیتوب مولوي مجیب الرحمن انصاري وویل، ډېر تندې خبرې وکړې او د طالبانو د نظام په مقابل کې دريدونکو ته د ډېرې سختې سزا غوښتنه وکړه. نوموړي وويل: «هغه کسان چې د طالبانو نظام مقابل کې راپورته کیږي باید سر یې ووهل شي او له منځه یوړل شي.»

د طالبانو د علماو سترې غونډې کې کابو۳۵۰۰ کسان برخه لري، چې د ښځو له ګډون پرته د هېواد له ۴۰۰ ولسوالیو څخه د ولسوالۍ په کچه دوو دیني عالمانو او یو یو قومي مشر پکې برخه اخیستې ده.

په غونډه کې د ښځو د ګډون په اړه د طالبانو د رئيس الوزرا مرستيال عبدالسلام حنفي د چهار شنبې په ورځ له ملي تلویزيون سره په خبرو کې وويل چې په جرګه کې د ښځو ګډون ته هيڅ اړتيا نشته او نارينه به د هغوی استازيتوب وکړي.

هغه زياته کړې: «ښځې زموږ مېندې او خوېندې دي ........ موږ یې ډېر درناوی کوو. خو کله چې یې زامن راټول شوي وي نو دا په دې معنا ده چې دوی هم پکې ګډون لري.»

پر غونډه بريد؟

په داسې حال کې طالبان د غونډې له پاره د کلکو امنيتي تدابیرو د نيولو خبره کوي، په کابل کې د سيمې اوسيدونکي وايي چې د طالبانو له خوا د رابلل شوې د «علماوو لویې غونډې« ځای ته څېرمه ډزې اوريدل کيږي. دوی ويلي نه پوهيږي چې ډزې له کومې لوري دي.

د ځایي اوسیدونکو په خبره د سیمې دامنیت له پاره له تیرو دریو ورځو راهیسې ټینګ امنیتي تدابیر نیول شوي او حتی په ځینو سیمو کې تګ راتګ هم منع شوی دی.

د آزادي غوښتونکې ملې جبهې په خپله يوه ویناپاڼه کې ويلي دي چې جګړه د دوی د ځینو سرتیرو له لوري پیل شوې او دعالمانو لویه غونډه یې په نښه کړې ده. هغوی د مرګ ژوبلې په اړه دقیق اراقام نه دي وړاندې کړي.

خو د طالبانو د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد خالد ځدران دویچه ویله ته وویل چې کابل کې جګړه نشته او یواځې د عالمانو غونډې سره نیږدې د دوی د سرتیرو له لوري هوایي ډزې شوي دي.

هغه د ملې جبهې د ویاندویانو خبر هم رد کړ او زیاته یې کړه: «هیڅ نشته. دا یوازې زموږ مجاهدینو هوایې ډزې کړي دي.»