1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې د ملي امنيت دوه افسران وژل شوي

۱۳۹۸ آذر ۱۱, دوشنبه

افغان چارواکو ويلي دي چې يوه وسله وال په کابل کې د ملي امنيت پر موټر ډزې کړي چې په پايله کې یې د دغي ادارې دوه افسران وژلي او درې نور ټپيان شوي دي.

Afghanistan | Selbstmordanschlag in Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي، وويل چې پولیسو په هغه وسله وال کس پسې لټه پېل کړې چې د دوشنبې (د ۲۰۱۹ م کال د دسمبر ۲ نیټه) په سهار یې دغه بريد کړی دی.

رحيمي زياته کړه چې پولیسو د کابل ختیځ نهمې حوزې سیمه تړلې ده او د پېښې د عامل لټه یې پېل کړې ده.

په کابل کې د ډيرو بریدونو پړه وسله وال طالبان او داعش پر غاړه اخلي، خو د دغه بريد مسئوليت تر اوسه پوري کومې ډلې نه دی منلی.

طالبان دمگړۍ د افغانستان پر ځينو برخو کنترول او يا هم نفوذ لري او پر افغان امنيتي ځواکونو او حکومتي چارواکو خونړي بريدونه کوي چې ډېر وخت پکښې ملکي وگړي هم وژل کیږي.

bs/nz (AP)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل