1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په کابل کې د م.م. برمته شوې کارکوونکې او زوی یې آزاد شول

۱۳۹۷ خرداد ۳, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) ویلي دي چې په کابل کې يې یوه کارکوونکې او زوی چې پخوا برمته شوي ول، بیرته آزاد شوي دي. یوناما د برمته کیدو پر مهال د دغې ښځې د موټروان مرگ په غوسه کړې وه.

Symbolbild UNAMA Logo
انځور: AP

دغه افغانه، د جنوري مياشتي پر ۲۲مه نیټه له خپل زوی سره یوځای هغه مهال وتښتول شوه چې ناپیژاندو وسله والو یې موټر ودراوه. د هغې د موټروان جسد بیا په مارچ میاشت کې وموندل شو. موټروان هم افغان وو.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیال او د یوناما سرپرست مشر انګرید هایدن، ویلي دي: «موږ دغه له شرمه ډکه برمته کوونه، او زموږ د یوه همکار وژنه چې ښايي عمدي کار وو، غندو.»

په وروستیو وختونو کې په کابل او نورو ښارونو کې د پیسو ترلاسه کولو له پاره د برمته کووني پیښې ډیري شوي دي. ډیر وخت د دې جرم قربانیان پخپله افغانان وي، خو په ځینو مواردو کې بیا بهرنیان هم برمته نیول شوي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب