1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې د هوا ککړولو په لسګونو مرکزونه تړل شوي

۱۳۹۸ دی ۹, دوشنبه

په افغانستان کې چارواکو د هغو ځایونو په تړلو لاس پورې کړې چې د سون له غیرې معیاري توکو څخه کار اخلي او د هوا د ککړیدو سبب کیږي. د کورنيو چارو وزارت ۲۸ مرکزونه تړلي او د هغې مالکان يې څارنوالۍ ته ورپيژندلي دي.

Afghanistan | Polizei in Kabul beschlagnahmt illegale Brennstoffe
انځور: Polizei Kabul/Ahmad Mansor

د کابل ښار اوسيدونکي نن سبا د هوا د ککړيدو د ستونزو په اندازه د بلې هیڅ کومې ستونزې سر نه ټکوي. زړې ډيزلي موټرې، د فابریکو او حمامونو له خوا پرته له فلتره د تودوخې له پاره د ډبرو سکرو کارول، د ربړونو او د پلاستيکونو څخه د سون له پاره کار اخيستل هغه څه دي چې د کابل په ښار کې د ژمې موسم په پيل کيدلو سره هوا ډيره زیاته ککړه شي.

دغه وضعيت د دې سبب شوې چې د افغانستان حکومتي مقامات يو لړ تدابیر په پام کې ونيسي. دغه مقاماتو يوه اونۍ تر مخه سوداګريزو مرکزونو او لوګي لرونکو سون توکو څخه د کار اخيستنې  فابریکو ته خبردارې ورکړې وو، چې خپل د سون توکو سیستم معياري کړي. د کورنيو چارو وزارت وايې، چې ډير دغه مرکزونو د دوې دغه غوښتونو ته هيڅ پام ونه کړ. له همدې کبله دغه وزارت له نورو بنسټونو سره ۲۸ ځایونه او مرکزونه، لکه د آریا ښارګوټي په ګډون، د ګلبهار ټاورد اوسیدنې او سوداګريز مرکز او د ممتاز محل،خليج او استقلال هوټلونه تړلې دي.

د کورنیو چارو وزارت د معاون وياندې مروه اميني په دې اړه دويچه ویله ته وويل چې هغه ځایونه چې مالکانو يې قانون ته درناوې ونه کړ او له زور څخه کار اخيستل، د فساد او پيسو ورکولو بحث يې رامنځ ته کړ څارنوالۍ ته ور وپيژندل شول. هغې زياته کړه:« د بیلا بيلو ځايونو ۲۸ تنه مالکان يې څارنوالۍ ته معرفي شول.»

انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

د کورنيو چارو وزارت زياتوي، چې د افغانستان د جزا قانون له مخې هغه کسان چې په قصدي ډول هوا ککړوي مجرم ګڼل کيږې او له يو کال څخه تر پنځه کلونو پورې به د بند سزا ورته ورکول کيږي.

له ماسک څخه د ګټي اخيستنې کمپاين

په عين وخت کې نن دوشنبه د چاپيریال ساتني ادارې، د عامې روغتيا وزارت او د کابل ښاروالۍ له ماسک څخه د کار اخیستنې کمپاين تر سره کړ. په ټول ښار کې به په دغه کمپاين کې تر ۲۰۰ زره ماسکونه، په خاصه توګه روغتونونو او د زده کړې مرکزونو کي  وويشل شي. افغانستان د چاپيریال ساتني د عامه اړيکو مشرې ليلا ساماني دويچه ويله سره په خبرو کې وويل:« موږ غواړو خلکو ته دغه پيغام ورسو،چې د هوا  ککړتيا په وخت کي خپلې روغتيا ته پام وکړي.»

کابل د نړۍ په کچه کې يو له ککړو ښارونو څخه دې او د ژمې په موسم کي د ډبروسکرو د موټرو ټايرونو او پلاستيکونو د سون له کبله هوا دومره ککړيږي، چې په روغتونو کي د تنفسي ناروغانو شمیر زياتيږې. که څه هم تر اوسه په افغانستان کې د هوا ککړتيا له کبله د تلفاتو رسمي شمیرې شتون نه لري، خو د «د نړۍ د هوا څرنګوالي» څيړونکي ډله اټکل کوي،چې په افغانستان کې په  ۲۰۱۷م کال کي تر ۲۶ زره پورې کسانو د هوا ککړتيا اړوندو دلایلو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړې.  پرتلنې له مخې په همدې کال کې  ۳۳۰۰ کسان د کورنۍ جګړو او تاو تريخوالي له کبله وژل شوي. 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب