1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په کابل کې د يکشنبې ورځي بريد تلفات ۲۳ ته ورسېدل

۱۳۹۷ مرداد ۱, دوشنبه

د افغانستان د روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې د کابل هوايي ډګر ته څیرمه د یکشنبې ورځې په بريد کې د وژل شویو کسانو شمیر ۲۳ تنو ته پورته شوی دی.

Afghanistan Kabul Bombenanschlag
انځور: picture-alliance/dpa/R. Gul

د یکشنبې ورځې په پیاوړې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۰۷ تنه نور ټپیان شوی دی. پیښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې ډیرو کسانو د افغانستان د ملي یووالي حکومت د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، تر هرکلي وروسته، د کابل له هوايي ډګر څخه د وتلو په حال کې ول.

د روغتیا وزارت ویلي دي چې د تلفاتو شمیر لا هم بدلیدای شي. د وژل شویو کسانو په ډله کې د فرانسې خبري آژانس یو موټر چلوونکی هم شامل دی.

د فرانسې خبري آژانس موټر چلوونکی ۳۱ کلن محمد اختر، هم په ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو په ډله کې وو. د څلورو ماشومانو دغه پلار په خپل موټر کې د کار په لور روان وو چې له دې برید سره مخامخ شو.

د اسلامي دولت ترهګرې ډلې پر خپله رسمې انترنتي پاڼې اعماق باندې د دغه برید پړه منلې دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب