1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې د پاسپورټونو د ويش پېل؛ کومو کسانو ته ورکول کيږي؟

۱۴۰۲ دی ۲۱, پنجشنبه

کابل کې د پاسپورت عمومي ریاست مخې ته تر هغه وروسته په زرګونه کسان راټول شوي وو چې دغه ریاست اعلان وکړ چې عاجله اړتيا لرونکو کسانو ته به پرته له مخکې نوم لیکنې پاسپورتونه ورکوي.

Kabul, Afghanistan | Taliban wollen wieder Pässe ausgeben
انځور زموږ له آرشیف څخهانځور: Jorge Silva/Reuters

د کابل پاسپورت ریاست مخې ته زرګونو کسانو ګڼه ګوڼه جوړه کړې.

دغه ګڼه ګوڼه وروسته له هغې جوړه شوه چې طالب چارواکو د چهارشنبې په ورځ د (د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ لسمه نيټه) اعلان وکړ عاجله اړتيا لرونکو کسانو ته به پرته له مخکې نوم لیکنې پاسپورت ورکوي.

یو عیني شاهد چې له لسو میاشتو را پدیخوا د خپل لس میاشتیني زوی پاسپورت ته په تمه دی، د آلمان خبري اژانس ته ویلي، د بیلا بیلو ولایتونو زرګونو خلکو د پاسپورت ریاست مخې ته کتارونه جوړو کړي.

نوموړي وويل: «یو شمیر خلک په نیمه شپه له خپلو کمپلو او بړستونو سره راغلي ول.»

د  طالبانو پاسورت ریاستویاند نورالله پتمن، د »کليد« په نوم سيمه ایزې راډيو سره په خبرو کې ویلي پلان لري چې ۲۰ زره غوښتنلیکونه ټول او پروسس کړي.

د طالبانو د پاسپورت  ریاست د دوشنبې په ورځ اعلان کړی وو چې دوی به عاجله اړتيا لرونکو متقاضیانو ته پاسپورت ورکوي.

دغه ریاست ویلي و چې د پاسپورت غوښتونکي کولی شي په اونۍ کې يوه ورځ پخپله ریاست ته ورشي او غوښتنه وکړي.

تر دې دمخه به د پاسپورت غوښتونکو یوازې په انلاین بڼه نوم ليکنه کولای شوه او ډیر وخت به دغې پروسې تر یو کال هم وخت نیوه.

 وروسته له هغې چې طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړ په دغه هیواد کې د پاسپورت اخیستل سخت او د خلکو غوښتنې ډیرې شوې.

که څه هم افغانستان کې په رسمي ډول جګړه پای ته رسیدلې خو لا هم ډیر افغانان د لسیزو جګړو، بې روزګارۍ، وچکالۍ او خورا بې وزلۍ له امله د ښه ژوند په نیت له افغانستانه وځي.

 

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل