1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته څه تیریږي؟

۱۳۹۹ مهر ۲۱, دوشنبه

په کابل کې د پاکستان سفارت مخي ته هره ورځ په سونو افغانان د ويزو اخيستلو له پاره ولاړ وي، خو په ورځو ورځو نوبت نه ورسيږي. نو ويزې او نوبت چا ته ورکول کيږي؟

Kabul Botschaftsgebäude von Pakistan
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د کرونا له امله د محدودیتونو تر ليرې کېدو وروسته په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته هره ورځ په سونو افغانان د ویزو اخېستلو په موخه راټولیږي.

په ویزه غوښتونکو کې داسې ناروغان شته، چې ان په امبولانسونو کې تر اکسیجن لاندې هم باید د ویزې اخېستلو په موخه په ساتونو په تمه پاتې شي.

له ناروغانو پرته ښځې، ماشومان، د پاخه عمر کسان، ځوانان، زده کوونکي او محصلان چې وايي د ویزې اخېستلو په موخه په ورځو او ان په اونیو انتظار باسي.

د پاکستان سفارت مخې ته اعتراض

 د دغه سفارت مخې ته یوه وېزه غوښتونکي وویل، بې وزلې او بې واسطې خلک په اسانی ویزې نه شي ترلاسه کولای. ده د سفارت پر دېوال تیر شوي اغزن سیم ته په اشارې سره وویل: «څوک چې پیسې لري د دروازې له لارې سفارت ته ننوځي او ویزه اخلي او څوک چې غریب او بیچاره دي د هغه اغزن سیم پر دیوال وراوړي.»

د پاکستان سفارت مخې ته راټول شويو ویزه غوښتونکو په دې برخه کې د شته ستونزو او کړاونو له امله نن دوشنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د اکتوبر ۱۲مه) لاریون هم وکړ.

د لاریونوالو ستر ادعا دا وه چې د سفارت په دروازه کې کمېشنکاران او په دنده ګمارل شوي امنیتي کسان له خلکو بډې او پیسې اخلي او د هغې په مقابل کې ورته ویزه لګوي.

د لاریون کونکو له منځه یوې میرمنې رسنیو ته وویل: «زه خپله څلور یا پنځه ورځې کیږي چې راځم د سفارت تر دروازې پورې راشو، اوس تاسو خپله حالت وینی چې نارینه او ښځي ټول ګډوډ دي او هغه شرایط هم موږ ته نه دي مساعد چې نارینه او ښځې سره جلا شي.»

دې میرمنې وویل د شپې پر دوو بجو سفارت ته راځې خو د ورځې تر پایه ورته د سفارت دروازه نه پرانېستل کیږي.

یوه بل ویزه غوښتونکي وویل، د پاکستان سفارت چارواکي د ورځې پر لسو بجو کار پيلوي او د غرمي پر ۱۲ بجو یې بندوي، چې دا له افغانانو سره ستر ظلم دی.

یوه ویزه غوښتونکي په پاکستان کې د خپلو بستري ناروغانو په اړه وویل: «زما یو ناروغ د ویني سرطان لري او دوه ماشومان مې په تلاسیمیا یا د ویني کمېدو په ناروغۍ اخته دي چې درې واړه هلته بستر دي او زه باید په دریو میاشتو کې یو ځل هلته ورشم، خو د ویزو ستونزو له امله اوومه میاشت ده چې هلته نه یم ورغلی.»

معترض ویزه غوښتونکو پر افغان دولت نېوکه وکړه چې د خپلو وګړو د انساني حقونو له پاره هم لږ تر لږه د سفارت له چارواکو سره د خبرو وړتیا نه لري.

په ویزو کې د اسانتیاوو په اړه د پاکستان ژمنه

 په کابل کې د پاکستان سفارت مخې، ته افغان وېزه غوښتونکي په یوه اونۍ کې داسې مهال د دویم ځل له پاره اعتراض کوي، چې د هغه هيواد چارواکو د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو ژمنې کړي دي.

شاوخوا درې اونۍ وړاندې په کابل کې د پاکستان سفیر ویلي ول چې د ویزو ورکولو د یوې تګلارې له مخې به افغان محصلانو، سوداګرو، پانګه والو او ناروغانو ته د ویزې شرایط اسانه کړي.

دغه راز، د تیرې سپتمبر میاشتې په پای کې اسلام اباد ته د افغانستان د سولي او ملي پخلاینې شورا مشر عبدالله عبدالله د سفر پرمهال پاکستاني چارواکو په ویزو کې د اسانتیاوو راوستو ژمنه کړې وه.

اسماعیل شاکر – کابل