دولتي مخابراتي شرکت سلام، د کابل په ځینو برخو کې د «۴جي» یا څلورم نسل انترنتي خدمات فعاله کړي دي. د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت سرپرست فهیم هاشمي، ویلي دي چې اوس د کابل په یوازې ۱۵ سایتونو کې دغه خدمتونه وړاندې کیږي او په تدریج سره به د کابل نورو سیمو ته هم وغځیږي.
د سلام شرکت چارواکو روښانه کړې ده چې په دې ترتیب سره به دغه خدمتونه ۵۰ سایتونو ته وغځیږي.
تر اوسه پورې په افغانستان کې څو نورو مخابراتي شرکتونو خپل انترنتي خدمتونه په «۳جي» بڼه وړاندې کول. دغه خدمتونه په ۲۰۱۴م کال کې د افغانستان د مخابراتو وزارت له خوا پرانیسل شوي ول او هغه وخت هم افغانانو ته ویل شوي ول چې نوي خدمتونه به ارزانه او سریع وي. خو د کابل ډیر شمیر اوسیدونکي وایي چې د هغوی په کورونو او مبایلونو کې انترنت قیمته او کم سرعته دی.
زموږ له آرشیف څخه يو انځوريز البوم:
د اړیکو له پاره تر ټولو ډیر کاریدونکي پروګرامونه
په ننني عصر کې هره ورځ میلیاردونه مسجونه، تماسونه او معلومات د اپلیکشنونونو یا تليفوني پروګرامو له لارې تبادله کیږي. د تکنالوژۍ او انترنت په پراخیدو سره اوس زیاتره خلک د انترنيتي پروګرامونو له لارې اړیکې نیسي.
انځور: picture-alliance/dpa/Sputnik/N. Seliverstovaد فسبوک شرکت وتس اپ په ټوله نړۍ کې تر نورو مخکښ دی او په ورځني ډول شاوخوا ۱۵۰۰ میلیونه فعال کاروونکي لري.
انځور: picture-alliance/dpa/W. Kastlد فسبوک مسنجر بیا دوهم ځای لري او په ورځني ډول د شاوخوا ۱۳۰۰ میلیونه فعالو کارونکو په لرلوه سره دوهم ځای لري.
انځور: picture alliance/PHOTOPQR/L'ALSACE/MAXPPPویچت بیا په ورځني ډول د شاوخوا ۱۰۰۰ میلیونه فعالو کاروونکو په لرلو سره دریم ځای خپل کړی دی.
کیو کیو بیا په ورځني ډول د شاوخوا ۷۸۳ ميليونه فعالو کاروونکو په لرلو سره څلورم ځای خپل کړی دی.
انځور: picture alliance/dpa/D. Qingپه مایکروسفات شرکت پورې تړلی سکایپ په ورځني ډول د شاوخوا ۳۰۰ میلیونه فعالو کاروونکو په لرلو سره پنځم مقام لري.
وایبر بیا د ټولنیزو شبکو په بازار کې د شاوخوا ۲۶۰ میلیونه فعالو کاروونکو په لرلو سره شپږم مقام لري.
انځور: picture alliance/dpa/R. B. Tongoسنپ چټ بیا په ورځني ډول د شاوخوا ۲۵۵ میلیونه فعالو کاروونکو په لرلرو سره په اووم مقام کې دی.
انځور: picture-alliance/MAXPPP/L. Tanguyلاین هم په ورځني ډول شاوخوا ۲۰۳ میلیونه فعال کاروونکي لري او اتم مقام لري.
انځور: picture-alliance/dpaتیلیګرام چې په دې وروستیو کې په ایران او روسيه کې بند شوی، په ورځني ډول د شاوخوا ۲۰۰ میلیونه فعالو کاروونکو په لرلرو سره نهم ځای لري. دغه معلومات د ۲۰۱۸م کال د اپریل تر میاشتې پورې د (www.statista.com) په نامه ویبپاڼې راټول او خپاره کړي دي. شمیرې ښايي هره ورځ او هر ساعت بدلون وکړي.
انځور: picture-alliance/dpa/Sputnik/N. Seliverstova