په کابل کې پارلمان ته نزدې غبرګي چاودنې شوي دي
۱۳۹۵ دی ۲۱, سهشنبهاعلان
د کابل د اوومې ناحیې د پولیسو قوماندان احمد ولي صبوري، ویلي دي: «یو فور رنر ډوله ټیوټا موټر د پارلمان ودانۍ ته نزدې چاودلی دی.»
د دغه چارواکي په خبره سیمې ته د امنیتي ځواکونو تر رسیدو وروسته دویمه چاودنه هم شوې ده: «مرګ ژوبله رامنځ ته شوې ده، خو لا تر اوسه پورې دقیقې شمیرې په لاس کې نه شته.»
پر دې سربیره یو دریم شکمن موټر هم د امنیتي ځواکونو له خوا درول شوی دی. د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، د دغې پیښې پړه پر غاړه اخیستې ده.